کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٥): د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون مشر جان مکين وايي، له پاکستانه يې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د حقاني شبکې پر وړاندې د غوڅو او واضحو عملي ګامونو اخيستو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د حکومت له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، نن په کابل کې د جان مکین په مشرۍ د امریکايي سناتورانو له څلور کسیز پلاوي سره د افغانستان او امریکا او افغانستان او پاکستان د اړیکو او نورو سیمه ییزو مسئلو په اړه خبرې وکړې.
سرچينه کاږي، په دغه پلاوي کي سناتورانو لینزي ګراهام، جو ډونلي او بین ساسي هم ګډون درلود، چي تېره ورځ له پاکستاني چارواکو سره تر ليدنې وروسته افغانسان ته راغلل.
سرچينه زياتوي، د جمهوري غوښتونکو سناتور جان مکین له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي وویل، تېره ورځ یې له پاکستاني مسوولینو سره هم لیدلي او له هغوی سره یې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او پرېکنده اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.
ده زياته کړې، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره ښه فرصت ایجاد شوی او اړتیا ده، چې له دې فرصت څخه د ګډ کار لپاره استفاده وشي.
د هغه په خبره، د حقاني د ترهګرې شبکې پر ضد یې د غوڅو او واضحو اقداماتو په اړه له پاکستاني لوري سره خبرې کړي او له هغوی یې غوښتي چې په دې اړه عملي ګامونه پورته کړي.
د امریکايي سناتورانو یاد پلاوي ويلي، امریکايي سرتېري او هېواد به یې تر هغو له افغانانو سره همکاریو ته دوام ورکړي، څو ترهګر په ټوله معنا له منځه لاړ شي او جنګ پای ته ورسېږي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن