کابل ښار (پژواک،١٧چنګاښ ٩٥): د ملي دفاع وزارت په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ هلال الدين هلال د ملي دفاع وزارت د استخباراتو د ستراتيژيک مرستيال په توګه وټاکل شو .
د استخباراتو د ستراتيژيک مرستيال څوکۍ پست په ياد وزارت کې نوى رامنځته شوى دى.
هلال الدين هلال مخکې د کورنيو چارو وزارت د مرستيال په توګه دنده تر سره کړې .
هلال په نظامي برخه کې لوړې زده کړې لري او مخکې په ولسي جرګې کې د بدخشان د خلکو استاز و .
login or register a new account.