جلال اباد (پژواک، ۴ زمری ۹۵): چارواکي وايي، د ننګرهار په دوو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال ۲۲ داعشيان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د اچين او نازيانو په ولسواليو کې د ځانګړو ځواکونو عمليات او هوايي بريدونه شوي دي.
د والي وياند وايي: ((د اچين په باندر کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ۱۷ داعش وژل شوي او ۲۱ ټپيان شوي، دغه راز په نازيانو ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله پنځه داعش وژل شوي دي.))
د والي وياند وايي چې د داعش په وژل شوو وسله والو کې ځیني يې بهرنيان دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال بيا پژواک ته وويل، په وژل شوو داعشيانو کې د عبدالقيوم په نوم د هغوی يو ډلمشر هم شامل دی.
د مشرقيوال په وينا، په دغو عملياتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي سنګرخان شينواري پژواک اژانس ته وويل، له تېرو دريو ورځو راهيسې د اچين په ځينو سيمو کې د ځانګړو ځواکونو عمليات پيل شوي دي.
شينواری وايي: ((دا عمليات د شينوارو زون په څو ولسواليو کې هممهال پيل شوي، دا به ځکه ګټه ولري چې پخوا به يوې ولسوالۍ کې عمليات وشول وسله وال به بلې ولسوالۍ ته وتښتېدل.))
د نوموړي په وينا، ويل کېږي د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ډېر شمېر داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
داعش وسله والو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن