فيض اباد (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٥): د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې له سړکه د يوه موټر له وتلو او کوکچې سيند ته د لوېدو له امله ١١ کسان مړه شوي او يو بل ژوبل شوى دى.
د بدخشان د بهارک ولسوال عبدالسميع عتيق پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ شاوخوا اته بجې يو مازدا موټر له بهارک ولسوالۍ د بدخشان مرکز ته روان و چې د خواجه ابدال په سيمه کې له سړک ووت او کوکچې سيند ته ولوېد.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون ١١ کسان مړه شوي چې تر اوسه يې مړي نه دي ترلاسه شوي او د موټر نښې نښانې هم نه دې ليدل شوې.
د بهارک ولسوال زياته کړه: ((ياد شوي ټول کسان د تخار ولايت اوسېدونکي وو چې دوه يې د بدخشان د اوسني والي خپل دي چې په ترکيه کې د ماسټرۍ زده کړو محصلين وو او د تفريح لپاره د بدخشان ولايت اسيج ولسوالۍ ته راغلي وو.))
بدخشان د کم عرضه او خامه سړکونو د لرلو له امله هر کال د ګڼو ترافيکي پېښو شاهد دى چې ددې ولايت او ګاونډيو ولايتونو اوسېدونکي په کې مړه کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن