کابل(پژواک، ١١ زمرى ٩٥): د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د افغانستان ملي اسلامي جنبش ګوند د بشري حقونو نړيوال سازمان لګول شوي تورونه رد کړي، خو ويلي يې دي چې د بې پرې څېړنو هر کلى کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان، تېره ورځ د يوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې وه چې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم اړوندو ځواکونو په فارياب ولايت کې ملکي وګړي وژلي او د سيمې اوسېدونکي يې ګواښلي دي.
د ياد شوي ګوند له مرکزي دفتر څخه نن(د زمري ١١مه) پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي :((موږ په داسې حال کې چې په ټولو چارو کې د بې پرې څېړنو هرکلى کوو، خو د راپور تر نوم لاندې بې بنسټه او عقده يي تورونه چې د هر بنسټ او موسسې له لوري وي،نه منو.))
سرچينې زياته کړې چې په فارياب کې د عملياتو تر سره کول، ددې ولايت د سقوط او د کندوز د غميزې په څېر پېښې د مخنيوي سبب شول.
جنبش ګوند ويلي چې په دولت اباد ولسوالۍ کې هم چاڼيز عمليات د ځايي طالبانو او نړيوالو ترهګرو د شتون په سبب چې تل د ځايي خلکو په شکنجه کولو، لويې لارې بندولو، ملکي مسافرو تښتولو او پر ملکي او پوځي دولتي ځواکونو بريدونو کې ښکېل وو، تر سره شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د بشري حقونو د څار سازمان د راپور خپرېدل غير حقيقي، نا مستند او له وقعيت نه لرې دى، د افغان امنيتي ځواکونو په قربانيو او لاسته راوړنو سترګې پټوي.
جنبش زياته کړې:((زموږ او زموږ د دولت سياست او همېشنۍ پاليسي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د خلکو د امنيت خوندي کېدل دي.))
سرچينې ويلي چې له بده مرغه په تپل شوو جګړو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله موجود ده، خو له فارياب نه د طالبانو په وېستلو کې د امنيتي ځواکونو زياته هڅه دا وه چې د ځايي خلکو سر او مال ته زيان ونه رسېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان بايد د خلکو د شکايتونو په تر لاسه کولو سره د دې شکايتونو او ادعاوو ريښتياوالى بايد له خپرېدو وړاندې څېړلى او څرګند کړى واى او وروسته به يې موارد له افغان دولت سره په صميمانه ډول شريک کړي وو، نه دا چې په خپرېدو کې يې بېړه وکړي.
سرچينې زياته کړې:((دا ډول غير مستند راپور چې د مغرضو کسانو له لوري چمتو شوى، ددې نړيوال بنسټ بې پرېوالي او حيثيت ته سخت زيان رسوي، موږ د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان څخه د خپلو کړو ادعاوو په اړه اسناد، مدارک او شواهد غواړو.))
د جنبش ګوند ويلي، سره له دې چې په دې وروستيو کې د ارګ له لوري يو با صلاحيته پلاوى ټاکل شوى، څو په فارياب کې عمومي وضعيت وڅېړي، خو داسې شواهد يې ونه موندل چې د چنګاښ ٦ مې نېټې عملياتو کې دې په لوى لاس ملکي وګړي وژل شوي وي.
دغه سازمان ياده اندېښنه په داسې حال کې ښودلې چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ دولتي ځواکونو او پاڅونوالو په فارياب، جوزجان او سرپل ولايتونو کې عمليات پيل کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن