شبرغان ښار(پژواک،٦ وږى ٩٥): د جوزجان ولايت په قوش تپه او مرديان ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته کې پنځه کسان ووژل شول او ١٠ نور ټپيان شوي دي.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو نن سهار د مرديان ولسوالۍ د جنګل اريغ په کلي کې پر امنيتي پوستو له څو خواوو بريدونه پيل کړي دي،؛ خو امنيتي ځواکونو ته له مرګ ژوبلې اړولو پرته له سيمې تښتېدلي دي.
هغه زياته کړه،کومه نښته چې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ پېښه شوه، دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او اووه نور يې ټپيان دي چې وژل شوو کې د جوزجان ولايت لپاره د طالبانو له لوري نومول شوى مرستيال والي مولوي احمدشاه او ملااحمدي دستيار شامل دي.
د مرديان ولسوالۍ د جنګل اريغ کلي اوسېدونکي مراد وويل چې طالبانو نن سهار دې سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او نن له غرمې مخکې تر ١١ بجو له امنيتي ځواکونو سره وجنګېدل.
ياد تن زياته کړه چې د سيمې يو اوسېدونکى د مرمۍ راپرېوتو له امله ټپي شو چې د سيمې خلکو هغه د اقچې ولسوالۍ روغتون ته يوړ.
همداراز د جوزجان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل چې د قوش تپې ولسوالۍ تراغلي کلي کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه :" دا نښته هغه مهال رامنځ ته شوه چې تېره شپه د ملي اردو يو سرتېرى له پوستې څخه د خوړو راوړلو لپاره خپلې اړوندې قطعې ته پر لار و چې د مخالفينو له کمين سره مخ شو چې وروسته بيا امنيتي ځواکونو په بريد لاس پورې کړ او د دولت له وسله والو مخالفينو سره په جګړه شول چې په پايله کې يې دوه طالبان ووژل شول او دو نور يې ټپيان شوي دي."
خاشي زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو يوتن هم په دې نښته کې ټپي شو؛ خو روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ نه دى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يو ليکلي پيغام کې د تېرې شپې نښته تاييد کړه او ويې ويل چې قوش تپه ولسوالۍ کې طالبانو د امنيتي ځواکونو دوه سرتېري وژلي او وسلې يې له ځان سره وړي دي.
نوموړي دې پيغام کې د طالبانو مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
مجاهد څرګنده کړه چې نن سهار د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د مرديان ولسوالۍ جنګل اريغ کلي کې نښته رامنځ ته شوې ده، طالبانو دوه امنيتي پوستې نيولې دي او د ولسي پاڅون کوونکو درې کسان يې له ځان سره بيولي دي.
خو د جوزجان امنيه قوماندان د دوو پوستو نيول او د ولسي پاڅون کوونکو د درېيو کسانو برمته کول رد کړل او ويې ويل چې دې سيمه کې اوس امنيت خوندي دى او طالبان له سيمې تښتېدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن