کابل (پژواک، ۱٦ وږى ٩٥): د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېره ورځ په کابل کې دغه وزارت ته څېرمه په شوي بريد کې ۴۱ تنه وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور ټپيان دي.
دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزارت وياند ډاکټر وحيد مجروح پژواک خبري اژانس ته وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي وو چې په دې پېښه کې ۳۵ تنه وژل شوي او تر سلو ډېر په کې ټپيان شوي دي.
سرچينې ويلي وو چې په دې پېښه ډېری وژل شوي او ټپيان ملکي او بې دفاع وګړي دي.
سرچينه ليکي چې په وژل شوو او ټپيانو کې پنځه تنه د ملي دفاع وزارت منسوبين دي.
خو ځينې سرچينې وايي چې د دغه بريد په وژل شوو کې چې ډېر يې پوځيان دي، د ملي دفاع وزارت د حمايې لوا مرستيال، د پوليسو د دويمې امنيتي حوزې امر او د دې حوزې يو مرستيال هم شامل دي.
د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستى او ويلي يې دي چې په دغه بريد کې د ملي دفاع وزارت ګڼ منسوبين وژل شوي او ټپيان دي.
دغه بريد د دوو تنو بريدکوونکو له خوا تر سره شو او هغه دواړه هم ووژل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن