ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سناتوران: حکومت بايد له اسلامي حزب سره د سولې تړون ډېر ژر نهايي کړي

سناتوران: حکومت بايد له اسلامي حزب سره د سولې تړون ډېر ژر نهايي کړي

author avatar
18 Sep 2016 - 19:07
سناتوران: حکومت بايد له اسلامي حزب سره د سولې تړون ډېر ژر نهايي کړي
author avatar
18 Sep 2016 - 19:07

کابل ښار (پژواک،٢٨ وږى ٩٥): د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، حکومت بايد د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب سره د سولې تړون ډېر ژر نهايي کړي او يا په دې برخه کې رامنځ ته شوي خنډونه له ملت سره شريک کړي.

په مشرانو جرګه کې د خلکو استازي محمد حسن هوتک د جرګې په نننۍ غونډه کې د افغانستان له حکومت سره د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب د سولې خبرو ته په اشارې سره وويل: "اووه مياشتې کېږي چې دا پروسه روانه ده او خلک هره ورځ د ښه خبر اورېدو په تمه دي؛ ولي مذاکرات پايلې ته نه رسېږي؟ که خنډونه وي، بايد له ملت سره شريک شي؛ له دې پرته دې ژر نهايي شي او دواړه غاړې دې پرې لاسليک وکړي."

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنريار هېواد کې د شته ستونزو د هواري لار جګړه نه بولي او ويې ويل، د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرو اترو کې بايد خنډونه لرې شي.

نوموړې هم له اسلامي حزب سره د سولې تړون نهايي کېدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه: "که خنډونه وي، بايد له ملت سره شريک شي؛ له دې پرته بايد افغان ولس په تيارو کې ونه ساتل شي."

په ياده جرګې کې د زابل خلکو استازي زلمي زابلي له حکومت سره د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب يو ځاى کېدو هرکلى وکړ او دا حرکت يې اوسنيو شرايطو کې د پاکستان د ماتې په معنا ياد کړ او ويې ويل: "بايد رامنځ ته شوي خنډونه له شورا سره شريک شي، څو د حل لار ورته وموندل شي؛ له دې پرته کوم کسان چې خنډونه جوړوي، بايد نومونه يې واخيستل شي."

له بل پلوه د مشرانو جرګې بل غړي محمد علم ايزديار هم له اسلامي حزب سره د خبرو اترو پر دوام د ټينګار ترڅنګ وويل: "مذاکرات بايد د خلکو له غوښتنو سره سم پرمخ ولاړ  شي؛ کوم څه چې دې خبرو اترو کې پټ دي، هغه د اسلامي حزب وسلې او مهمات دي او د مذاکراتو اجرايي ضمانت دى، چې څومره دواړه غاړې ورته ژمنې دي."

د جرګې يو شمېر نورو غړو هم له اسلامي حزب سره د حکومت سولې خبرو اترو د نهايي کېدو او يا د سولې خبرو اترو په برخه کې د رامنځ ته شوو خنډونو د څرګندتيا غوښتنه وکړه.

خو د يادې جرګې دوو نورو غړو نثار حارث او ګلالۍ اکبري وويل چې ملي بهير کې بيړه په کار نه ده.

حارث وويل: "بيړه د شيطان کار دى او بايد يوه ملي پروسه کې بيړه و نه شي، څومره چې بنسټ پوخ کېښودل شي، وروسته موږ له ستونزو سره نه مخامخ کېږو؛ بهير پيل شوى او کله چې دواړه غاړې هوکړې ته ورسېږي، تړون به لاسليک شي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل، چې له اسلامي حزب سره سوله د اندېښنې وړ نه ده؛ ځکه دا بهير دوه کاله وړاندې پيل شوى دى، کله سوړ شي کله تود، خو کله چې دواړه غاړې هوکړې ته ورسېږي، تړون به لاسليک شي.

نوموړي همداراز د حکومت له مشرانو څخه وغوښتل، که چېرته د دې هوکړې په وړاندې کوم خنډ وي، له ملت سره دې شريک کړي، څو ملت په دې اړه پرېکړه وکړي او مذاکرات پايلو ته ورسېږي.

مسلميار زياته کړه: "کوم مخالفت چې شوى دى، بايد په ډاګه شي، څوک مخالفت کوي او دلايل يې څه دي؟"

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.