کابل (پژواک ١٧ تله ٩٥): ولسمشر غني په ناڅاپي توګه د وزير محمد اکبر خان او د اندراګاندي روغتونونو څخه ليدنه وکړه او د وزير اکبرخان روغتون له کاري وضعیت، نظافت او مدیریت څخه يې ناخوښي څرګنده کړه.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون شپه ناوخته په ناڅاپه ډول د وزیر محمداکبرخان او اندراګاندي (صحت طفل) روغتونونو ته ورغی د یادو روغتونونو د عمومي وضعیت د ارزونې ترڅنګ یې د بستري ناروغانو د حالت پوښتنه وکړه او پایوازانو سره یې هم وکتل.
سرچينه کاږي، ولسمشر لومړی د وزیرمحمداکبر خان روغتون ته لاړ او هلته یې د ناروغانو او پایوازانو وړاندیزونه او غوښتنې له نږدې واوریدې. همدارنګه هغه د یاد روغتون کاري څانګې وکتلې او د یاد روغتون ډاکټرانو د هرې څانګې په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي د وزیر محمد اکبرخان روغتون د کاري وضعیت، نظافت او مدیریت څخه ناخوښي څرګنده کړه ويې ویل: "د روغتون له وضعیت څخه سم خبرونه وړاندې کېږي، په داسې حال کې چې له نږدې څخه وضعیت د خوښې وړ نه دی."
ولسمشر د یاد روغتون مسوولینو ته دستور ورکړ چې د ناروغانو وضعیت او د پایوازانو غوښتنو ته د رسیدنې ترڅنګ دې د ښو خدمتونو د رسولو او د روغتون د پاکوالي په برخه کې جدي پاملرنه وشي او اساسي تغییرات دې راشي.
د خبرپاڼې په حواله، ورپسې اشرف غني د اندراګاندي روغتون ته لاړ او هلته یې د بستري ماشومانو پوښتنه وکړه، د ناروغانو د روغتیايي حالت په اړه یې له ډاکټرانو احوال واخیست.
هغه د ناروغانو وضعیت د ښهوالي او رسیدنې په خاطر مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
غني د یاد روغتون له بېلابېلو کاري څانګو کتنه وکړه او ناروغانو ته د خدماتو د رسونې په اړه یې خوښي څرګنده کړه.
هغه وویل: "دا چې د صحت طفل روغتون کې د خدماتو وړاندې کول د خوښې وړ دي، د دغه روغتون مسوولین به وستایل شي او د دغه روغتون مثبت کارونه باید د هېواد نورو روغتونونو ته یو مثال شي."
همدارنګه جمهوررئیس د یاد روغتون ډاکټرانو سره په ناسته کې د دغه روغتون اړتیاوې او ستونزې وارزولې.
دغې ناسته کې ډاکټرانو وړاندیز وکړ چې زیات متخصص کدرونه باید جذب شي، کاري بستونه دې زیات شي او د ډاکټرانو د حق الامتیاز د زیاتولو په هکله دې غور وشي.
ولسمشر د یاد روغتون ډاکټران توظیف کړل، چې د دغه روغتون کمبودات او اړتیاوې تشخیص کړي او مناسبې حل لارې دې جمهوري ریاست ته وسپاري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن