واشنګټن (پژواک، ٦ لړم ٩٥): د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړى چې د افغانستان په وروستيو هوايي بريدونو کې يې د القاعدې دوه مهم قوماندانان په نښه کړي دي.
په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت پنټاګان وياند پيټرکک ويلي چې د القاعدې یاد قوماندانان فاروق القطاني او بلال العتبي نومېدل.
هغه زياته کړې، القطاني ته په افغانستان کې د القاعدې ډلې له سره د فعالولو او پټنځايونو جوړولو دنده سپارل شوې وه.
امريکايي سرچينې ويلي، دوى په ياد هوايي بريد کې خپل اهداف ترلاسه کړي او اوس د يادو قوماندانانو د ژوند د څرنګوالي په اړه څېړنه کوي.
سرچينې ويلي چې القطاني له تېرو څلورو کلونو راهيسې په کونړ ولايت کې مېشت او د امريکايي ځواکونو تر تعقيب لاندې و.
د امريکا د دفاع وزارت ادعا کړې چې القطاني د القاعدې د بريدونو طراح و، پر امريکايي او د هغې د نورو متحدينو پر ځواکونو بريدونو کې يې لاس درلود.
د هغه په وينا، که چېرې د القطاني او العتبي وژل کېدل ثابت شول، نو دا به دا لقاعدې لپاره لويه ضربه وي.
تر دې مخکې د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د لړم په ٣مه پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې دا هوايي بريد د غازي اباد ولسوالۍ د ايلګل پر درې شوى و.
هغه زياته کړه وه چې په دغه بريد کې د يو شمېر عربانو او پاکستانيانو په ګډون ٢٦ وسله وال وژل شوي دي.
همت ويلي وو چې نورو وژل شوو کسانو کې د وسله والو مخالفينو يو شمېر قوماندانان او سرګروپان هم شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن