ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوېل ختیځ زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۵ پېښې ثبت شوې

سوېل ختیځ زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۵ پېښې ثبت شوې

author avatar
14 Dec 2016 - 15:46
سوېل ختیځ زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۵ پېښې ثبت شوې
author avatar
14 Dec 2016 - 15:46

ګردېز (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې سږ کال په دغه زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢٨٥ پېښې ثبت شوې چې يواځې ٣٤ يې د وژنو دي.

دغه څرګندونې د ليندۍ په ٢٤مه په مرکز ګردېز کې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وشوې.

په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپل کمېسيون د ولايتي کمېټې د ښځو د برخې مشرې زرمينې شمس وويل چې سږ کال په دغه زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢٨٥ پېښې شوې دي.

هغې وويل چې په دې پېښو کې ۳۴ يې د وژنو دي چې اووه يې ځانوژنې او ٢٧ نورې يې ناموسي قتلونه دي.

شمس وايي چې ۱۰۹ ښځو د ځان وژنې هڅه کړې خو د کورنۍ د غړو له خوا يې يا مخه نيول شوې او يا هم د زهرو له خوړلو سره سم يې په روغتونونو کې درملنه شوې ده.

د دې په خبره، نورې پاتې پېښې  وهل، ښځو ته نفقه نه ورکول، له خپلوانو سره نه ليدل او يو شمېر نور شامل دي.

په پکتيا کې د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر د ښوونې او روزنې مسوول محمد يوسف ملاتړ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کمېسيون د پېښو د راټيټولو په موخه پوره هڅې کړې دي.

دی وايي شاوخوا درې زره کسانو ته چې ښځې هم په کې شاملې وې، د بشري حقونو په برخه کې ښوونه او روزنه ورکړل شوې ده.

دی وايي په دغو کسانو کې د مدني ټولنو غړي، ديني عالمان، قومي مشران، ماشومان، ښځې او نور نهادونه شامل وو.

په دې غونډه کې د مدنې ټولنې غړي انارګل وويل چې په دې وروستيو کې ښځې په خپلو حقونو پوه شوې او هڅه کوي چې ترلاسه يې کړي.

د هغه په اند، هغه مهال له ښځو سره تاوتريخوالى کېږي کله چې د خپل حق غوښتنه وکړي.

د يادونې ده، تېر کال په دغه زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٥٥ پېښې ثبت شوې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.