Language

بلخ کې يو شمېر سيمه ييز پوليس د ځينو زور واکو په خدمت کې دي

مزارشريف (پژواک،۳۰ليندۍ۹۵): د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت يو شمېر سيمه ييز پوليس د خلکو پر ځاى د يو شمير زور واکو په خدمت کې دي.

د بلخ امنيه قوماندان سيدکمال سادات  ومنله، چې په دغه ولايت کې يو شمېر سيمه ييز پوليس په خپل سر غيرقانوني کړنې ترسره کوي او ځينې يې د قوماندانانو په نامه د زورواکو په خدمت کې دي.

نوموړي دغه څرګندونې د ليندۍ په ۳۰مه په مزارشريف ښار کې له سيمه ييزو پوليسو څخه د ملاتړ په غونډه کې وکړې.

 سادات وويل، چې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې ځينې سيمه ييز پوليس له خپل وظيفوي موقف څخه بېځايه ګټه پورته کوي او د خيالي پوليسو په شان پرته له دې چې کوم فعاليت وکړي له دولت څخه معاش ترلاسه کوي.

نوموړي په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو له فعاليتونو هم يادونه وکړه؛ خو ويې ويل، چې يوشمېر سيمه ييز پوليس په خپل سر غير قانوني کړنې هم کوي.

هغه وويل:((ځينې سيمه ييز پوليس له ځانه سره نور سيمه ييز پوليس د ساتونکي په توګه ګرځوي او يا د قوماندانانو په نامه د يو شمېر زورواکو په خدمت کې دي.))

د بلخ امنيتي چارواکي په داسې حال کې د سيمه ييزو پوليسو د ځينو غير قانوني کړنو پخلی کوي، چې تر دې وړاندې خلکو په وار وار  له سيمه ييز پوليسو شکايتونه کړي وو.

بل پلو سيمه ييز پوليس له دولت څخه سرټکوي، چې ګواکې دوی سره لازمې مرستې نه کوي.

د بلخ د شولګر ولسوالۍ اړوند د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ممتاز احمد پژواک ته وويل، چې د جګړه ييزو تجهيزاتو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي وويل، چې سيمه ييز پوليس د جګړي په لومړۍ کرښه کې وي او بايد د مهماتو او ترانسپورټي وسايلو په برخه کې دولت ورسره لازمې مرستې وکړي.

هغه د سيمه ييزو پوليسو په تړاو شوي شکايتونه او پر دوی د زورواکۍ شوي تورونه په پوره توګه رد کړل.

د بلخ امنيه قوماندان وويل، چې ځينو هغو سيمه ييزو پوليسو چې له خلکو سره يې بد چلند کړی، قانوني چلند ورسره شوی دی.

login or register a new account.

Related Topics