جلال اباد (پژواک ۳۰ لېندۍ ۹۵): د ننګرهار چارواکي وايي، د بهسودو ولسوالۍ اړوند يو تن خپل د اوو مياشتو کم عمره زوی په ډېرې بې رحمۍ سره وژلی دی.
د معلوماتو له مخې، د دغه ماشوم قاتل پلار اوسمهال د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د بهسودو اړوند په بيز اکمالاتي سيمه کې د امان الله په نوم يوه سړي چې اصلاً د دې ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خپل او٧ مياشتنی ماشوم زوی په ډېرې بې رحمۍ سره وژلی دی.
ده زياته کړه، نوموړي کس لومړی نن لومړی خپله مېرمن طلاقه کړې او بيا وروسته يې د ورځې په درېيو بجو خپل اوه مياشتنی زوی چې ځان سره يې ساتلی و، هم د چاقو په واسطه وژلی دی.
د هغه په وينا، والي ټولو کشفي او امنيتي ارګانونو ته امر کړی، چې پېښه په جدي توګه وڅېړي او نيول شوی تن د لا زياتو څېړنو لپاره څارنوالۍ ته معرفي کړي.
خوږياڼى وايي، والي ګلاب منګل عدلي او قضايي ارګانونو ته هم جدي سپارښتنه کړې چې د قانون له مخې ياد قاتل ته د علني غونډې په ترڅ کې تر ټولو سخته سزا ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن