کلات (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٥): په زابل ولايت کې د يوې چاودنې له امله پنځو ماشومانو او ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د شهر صفا ولسوالۍ د سراج کلا په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يوې کورنۍ ماشومانو د یوې مرمۍ له سرګلولې سره لوبې کولې چې پرې چاودلې ده.
سيال وايي چې په دې چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي، يوه مېرمن او دوه نور ماشومان ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د والي وياند دغه راز وويل چې پرون په سيوري ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې يو وسله وال مخالف وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP