شبرغان (پژواک ٩ مرغومى ٩٥): د جوزجان امنيتي چارواکي دا مني، چې د طالبانو يو مشهور قوماندان ملا طاهر چې څه موده وړاندې د سولې له لړۍ سره يوځاى شوى و، يوځل بيا د خپلو ١٥ کسانو په ګډون له طالبانو سره يوځاى شوى او دغه راز يې اته سرحدي پوليس هم له ځانه سره بېولي دي.
د جوزجان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شبرغانو ښار د شېرخېل کلي د توپان پوستې د پنځلس کسيزې ډلې سرګروپ، نن له خپلو همکارانو او د پوستې له تجهيزاتو سره يوځاى د طالبانو ليکو ته مخه کړې او اته سرحدي سرتېري يې هم له ځانه سره بېولي دي.
هغه وويل، ملا طاهر د روان کال په زمري مياشت کې د خپلو کورنيو په ګډون، له خپلې ٣٥ کسيزې ډلې سره د سولې له لړۍ سره يوځاى شوي و چې بيا د شبرغان-سرپل لويې لارې د امنيت ټينګښت په موخه د توپان په پوسته کې له يوه پنځلس کسيز ګروپ سر په دنده ګومارل شوي و.
د جوزجان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وويل، ملا طاهر د سولې له پروسې سره له يوځاى کېدو وړاندې د فارياب ولايت په دښت ليلې سيمې او دولت اباد ولسوالۍ کې د دولت ضد فعاليتونه کول.
ورته مهال د شبرغانو ښار اوسېدونکو له نننۍ پېښې څخه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، چې دولت بايد پر دا ډول کسانو باور ونه کړي او په مهمو ځايونو کې يې پر دندو ونه ګوماري.
د شبرغانو ښار يوه اوسېدونکي عبدالحکيم وويل: "موږ د ټولنې عادي کسان يو او په سياست نه پوهېږو، له حکومت غواړو چې امنيت ټينګ کړي او په هر ډول چې کېږي د دا ډول فعاليتونو مخه ونيسي."
هغه څرګنده کړه، چې دولت بايد پر دا ډول کسانو له حد زيات باور ونه کړي، ځکه دا خلک هيڅکله هم د باور او اعتماد وړ نه دي او دوى په پاک نيت دولت ته نه راځي، بلکې يوازې د يوې موخې لپاره راځي چې له هغه وروسته بيا دا ډول عمل ترسره کوي چې نن يې ټول شاهدان يو.
د شبرغانو ښار يوه بل اوسېدونکي تازه ګل وويل، کله چې وسلوال مخالفين د سولې له لړۍ سره يوځاى کېږي، پر دې سربېره چې له دوى وسلې نه اخيستل کېږي، بلکې لا زيات امتيازات ورته ورکول کېږي.
هغه وويل: "زه په دې اړه ډېر اندېښمن يم او د يوه هېوادوال په توګه مې دغه دولت ته رايه ورکړې او دوى اوس بايد زموږ امنيت ټينګ کړي."
خو د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نن د ملا طاهر په مشرۍ يو ٣٠ کسيز پلاوى چې شپږ سرحدي پوليس هم پکې شامل دي؛ د طالبانو له ليکو سره يوځاى شوى دى.
د هغه په وينا، يادو کسانو له ځانه سره د مهماتو يو موټر، اته عرادې موټرسايکلونه، يو ميل هاوان، يو ميل توپ، يو ميل دهشکه، دوه راکټونه، څلور پيکاوې او ٢١ کلاشينکوفونه هم راوړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن