کلات (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): د زابل چارواکي وايي چې يو ځانمرګى موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوى دى.
د زابل د شاه جوى ولسوالۍ ولسوال وزير احمد جوادي د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ماښام د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.
هغه زياته، ځانمرګي بريدګر پلان درلود چې نن د ولسوالۍ په بازار کې پر اړمنو خلکو د خوراکي توکو د وېش پر مهال ځان ته چاودنه ورکړي.
خو ولسوال وايي، د هغه چاودېدونکو توکو د تخنيکي ستونزو له امله چاودنه کړې او يوازې ځانمرګى وژل شوى دى.
بلخوا د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي وايي چې په شهر صفا او ميزانې ولسواليو تر منځ په کرخشي سیمه کې د افغان کومانډو ځواکونو په عملياتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن