کابل (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٥): د افغان دولت مشرانو د ايران د پخواني ولسمشر د مړينې له امله خپګان څرګند کړى دى.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د ايران پخواني ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني د مړينې د خبر له اورېدو متاثره شوى دى.
ولسمشر غني ويلي، چې مرحوم علي اکبر هاشمي رفسنجاني د ايران د ولسمشر په توګه د واکمنۍ پر مهال او دغه راز په نورو بېلابېلو دندو کې، د سيمې په کچه يو اغېزناکه شخصيت و او د خپلو پلويانو په زړونو کې يې زيات محبوبيت درلود.
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، د افغان دولت او خلکو په استازيتوب د خپلې خواخوږۍ مراتب د ايران له مذهبي مشر، د ياد هېواد ولسمشر او د پخواني ولسمشر کورنۍ او خلکو ته وړاندې کړي او متوفى ته يې د خداى له دربار څخه د جنت غوښتنه کړې ده.
د هېواد اجراييه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د ايران خلکو او دولت ته د رفسنجاني مړينه يوه ستره ضايعه بللې او ويلي يې دي، چې رفسنجاني پر دې سربېره چې د ايران اسلامي انقلاب برياليتوب ته ورساوه او د ايران په سياسي او ټولنيزو تحولاتو کې يې غوره مديريت او رول درلود، په ايران کې يوه پېژندل شوې او اغېزناک څېره هم بلل کېده.
د اجراييه رياست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: "ايت الله هاشمي رفسنجاني پخپله اته کلنه دوره کې له افغان مجاهدينو ډېر ملاتړ کړى او له افغان کډوالو سره يې له هيڅ ډول مرستې هم ځان نه دى سپمولى."
د افغانستان اجراييه رياست په دې اړه د خپلې همدردۍ مراتب وړاندې کړي او د پخواني ولسمشر مړينه يې د ايران ملت او دولت په ځانګړي ډول د هغه کورنۍ ته يوه ستره ضايعه بللې ده او مرحوم ته يې د خداى له دربار څخه د جنت الفردوس غوښتنه کړې ده.
ورته مهال د هېواد پخواني ولسمشر هم د ايت الله علي اکبر هاشمي رفسنجاني پر مړينې خپګان څرګند کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن