جلال اباد (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٥): د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولايت د خښتو په بټيو کې په شاقه کارونو بوخت ماشومان په کابل کې خوشحال خان لېسې ته د زده کړو لپاره لېږل کيږي.
دغه څرګندونې د قومونو او قبايلو چارو رياست د جرګو مدير شېراغا د ټولنيز خونديتوب غونډې پر مهال وکړې.
ده وويل، هغه ماشومان چې اوسمهال د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټيو کې کار کوي، په کابل کې د خوشحال خان په لېسه کې د زده کړو او اوسېدو اسانتياوې يې ورته برابرې کړې دي .
هغه زياته کړه، لومړى د دې ماشومانو سروې ترسره کېږي، بيا يې له کورنيو څخه هغوى ته د تګ اجازه اخيستل کېږي او له هغې وروسته لېږل کېږي.
د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبد الحکيم شېرزاد د ټولو اړوندو ادارو مسوولينو او استازو ته لارښوونه وکړه، هغه ماشومان چې شاقه کارونه ترسره کوي او له زده کړو بې برخې دي، د ژوند ښه کېدو په موخه يې لازم تصميمونه ونيسي.
شېرزاد د غونډې له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې د دې ولايت په ځانګړي ډول په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو په بټيو کې د هغو ماشومانو د ژوند ښه کېدو لپاره لاس په کار شي، چې دا مهال د شاقه کارونو په ترسره کېدو بوخت دي او د زده کړو له نعمت بې برخې دي.
د ده د معلوماتو له مخې، د ژمي په موسم کې په ننګرهار کې کابو ٢٢٠٠ ماشومان په شاقه کارونو بوخت وي.
په ننګرهار کې د روغتيا نړيوال سازمان مسوولينو شاه زلمي او قدرت الله جمال ژمنه وکړه، هغه ماشومان چې دا مهال د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټيو کې په شاقه کارونو بوخت دي، د زده کړو تر څنګ به ورته د ژوند نورې اسانتياوې هم برابرې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن