سرپل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۵): د سرپل امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د پولیسو د عملیاتو پر مهال د طالبانو ډلې دوه بهرني وسله وال نیول شوي دي.
د سرپل امنیه قوماندان سمونوال عنایت الله حبیبي د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دوه تنه نن سهار ونیول شول.
هغه وویل: ((د صیاد ولسوالۍ په قفلاتون سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې دوه بهرني وګړي دانیال د ازبکستان اوسېدونکی او بل عبدالمتین د ترکمنستان اوسېدونکی ونیول شول.))
د سرپل امنیه قوماندان څرګنده کړه چې دغه دوه بهرني وګړي اړوندو ادارو ته سپارل شوي او څېړنې ترې روانې دي.
حبیبي زیاته کړه، په دغو عملیاتو کې چې د شپې دوه بجې ترسره شول، د طالبانو څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي، دغه راز وسلې او مهمات هم ترې نیول شوي دي.
د سرپل امنیه قوماندان وویل چې په دغو عملیاتو کې امنيتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
طالبان تر اوسه د دې پېښې په اړه څه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن