ژبه

د ګردېز  بالاحصار د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دى

ګردېز(پژواک،٥سلواغه٩٥): په پکتيا کې فرهنګيان او د مدنې ټولنې غړي وايي چې په دې ولايت کې تر ټولو لرغونى بالاحصار د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دى، بايد هرڅه ژر يې د مرمت چارې پيل شي.

د تاريخ د پاڼو په استناد د ګردېز بالاحصار لسګونه پېړۍ وړاندې د زمر په نوم  پاچا لخوا د دې ښار په زړه کې جوړ شوی دى.

دا بالاحصار د ښار په زړه کې په کابو ۴۰ متره لوړه غونډۍ د ۲۲۰ مترو په سور او ۳۵۰ متره په اوږدوالي جوړ شوی دی.

طبيعي پېښې او تر دې لوی ګواښ د دغه بالاحصار تر څنګ د غير قانوني کورونو جوړېدل، دغې تاريخي ابدې ته ګواښ دی.

د شاه محمود غزنوي د امپراتورۍ په وخت کې به چې غزنويان له غـزني هند ته تلل، نو لومړی تمځای به يې همدا تاریخي کلا وه.

د پکـتيا فرهنګيان، ليکـوالان، فعالان، خبريالان او د ادب مينه وال له اطلاعاتو او کلتور وزارت او اړوندو ادارو  څخه غواړي چې دې بالاحصار ته جـدي پاملرنه وکړي.

دوی له مسوولينو غواړي چې په دې ځای کې موزيم او د سيل ځای جوړ کړي چې له لارې به يې اړوندو ادارو ته عوايد هم په لاس ورشي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکـتيا پـرېس کلپ مشر حقمل مسعودزي د سلواغې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بالاحصار ته نه هغه وخت پاملرنه شوې چې د دفاع وزارت اړوند و او نه هم   اوس چې له څو مياشتو راهيسې اطلاعاتو او کلتور وزارت ته سپارل شوی دى.

ده وويل:(( که د ګردېز بالاحصار لرغونتوب ته وکتل شي، لوړ تاريخي ارزښت لري خو اوس د نړېدو له ګواښ سره مخ دى؛  زموږ غوښتنه دا ده چې بايد ورغول شي او  په دې کې د سوېل ختيځ زون په کچه موزيم جوړ شي.))

مسعودزی وايي چې اوس مهال امنيتي ځواکونو له بالاحصار څخه په ليدنه بنديز لګولى او خلک يواځې د نوي کال په ورځ د ورتلو او ليدو اجازه لري.

د پکـتيا پوهنتون استاد اسمعيل لاروی د ګردېز بالاحصار لرغونتوب تر دوه زره کلونو پورې يادوي او وايي چې له دې کلا د ګردېز د ساتنې او د پخوا زمانو د جنګي کاروانونو د دمې ځای په توګه کار اخيستل کېده.

لاروی د بالاحصار اوسنی حالت اندېښمنوونکی بولي او وايي چې د تاريخي ځای په توګه يې سمه ساتنه او پالنه نه ده شوې.

دی وايي:((د دې بالاحصار د پېژندنې لپاره بايد حداقل يو علمي سيمينار داير شي چې خلکـو ته يې واقعي تاريخي ارزښت او د هغه زمانې مدنيتونه او سلطنتونه ور وپېژندل شي، سره له دې چې تر اوسه دا کار نه دى شوى، لږ تر لږه د بالاحصار د تخريب مخه هم نه ده نيول شوې.))

د ګردېز اوسېدونکى فـريدالله احمدزی هم ګردېز بالاحصار د هېواد په کچه لرغونى بالاحصاربولي او وايي چې د دې ولايت د تاريخي سيمو، کلاوو، ستوپو، څلو او نورو ساتنه نه ده شوې.

احمدزي وويل چې د بالاحصار ځينې برخې نړېدلې او که د مسوولينو ناغيـړي دوام وکړي، نو په نږدې راتلونکي کې يې د نورو برخو د ويجاړېدو او له منځه تلو وېره شته.

نوموړی وايي:((د ګردېز بالاحصار ځينې برخې ويجاړې شوې او هر  ژمی يې ويجاړي زياتيږي، موږ له حکومته غواړو چې د بالاحصار   ويجاړې برخې ورغوي او پوره پاملرنه ورته وکړي.))

د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ريیس محمد شفا مشفق د ګردېز بالاحصار د جوړېدو تاريخ د کوشانیانو له دورې سره تړلی بولي او وايي د دې تاريخي کلا لوړه تپه د تاريخ د پاڼو په استناد کابو درې زره کاله او ترې چاپېر دېوال يې شاوخوا ۱۸۰۰ کاله لرغونتوب لري.

مشفق وويل چې له ډېرو هڅو او پرله پسې غوښتنو وروسته دوى وکولاى شول چې بالاحصار له دفاع وزارت څخه ترلاسه کړي.

نوموړی هم تېر کې بالاحصار ته د نه پاملرنې خبره مني، خو زياته يې کړه چې ډير ژر به ددې بالاحصار  د ترميم چارې پيل شي.

دی وايي:((ټول بالاحصار په يو وخت نه شو ترميمولی، خو اوسمهال يې د يوې برخې د ترميم لپاره د اطلاعات او فرهنګ وزارت په امر دابداتو له رياست څخه يو هيئت ټاکل شوی، چې د لوړې تپې سروې به کوي او څومره لګښت چې پرې راځي، انشاالله ترميميږي به.))

دا په داسې حال کې ده چې په پکتيا کې ددې بالاحصار ترڅنګ يو شمېر نور  تاريخي ځايونه هم د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.