ژبه

په پکتيا کې لسګونه ميله وسله ونيول شوه

ګردېز (پژواک،٧سلواغه٩٥): امنيتي ځواکونو د پکتيا په لجه منګل ولسوالۍ کې لسګونه ميله وسلې او په تړاو يې دوه کسان نيولي دي.

د پکتيا والي توريالي ويسا د سلواغې په ٧مه د خبري غونډې پرمهال وويل، امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې په لجه منګل ولسوالۍ کې لسګونه ميله سپکه او درنه وسله نيولې ده.

ده زياته کړه، په دې وسلو او مهماتو کې يو شمېر يې  په پاکستان او ځينې يې په روس هېواد جوړ شوي  دي.

د والي په خبره، په دې وسلو کې يوه دهشکه، يو ګرنوف ، ٣٦ کلاشينکوفونه او ١٧٣ تومانچې شاملې دي چې په نيولو سره يې د ډېرو ترهګريزو پېښو مخه ونيول شوه.

ويسا وايي، له دې وسلو سره په تړاو دوه کسان هم نيول شوي چې اوسمهال په توقيف کې دي.

لجه منګل د پکتيا له ناامنو ولسواليو څخه ده، چې ډېرى وخت په کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتې کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع