لښکرګاه(پژواک،١٥سلواغه٩٥): د هلمند په ګرمسير ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٦طالبان وژل شوي او د ملي اردو پنځه سرتيري ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمرځواک د سلواغې١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تيره شپه وسله والو طالبانو د ګرمسير ولسوالۍ په ودانۍ او امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې بريدونو څو ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې يې ١٦طالبان و وژل شول او نهه نور ټپيان دي.
د ځواک په وينا د طالبانو دغه بريد په شا تمبول شوى خو د بريد په ترڅ کې د ملي اردو پنځه سرتيري هم ټپيان شوي دي.
د ګرمسير ولسوال ايوب عمر عمري هم ياده جګړه تاييدوي خو وايي چې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.
هغه زياته کړه: (( اوسمهال جګړه نشته دى او طالبان په شا تمبول شوي دي.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په وروستيو دريو مياشتو کې په هلمند کې په دوامداره توګه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.
په دې جګړو کې وسله والو طالبانو د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ يو شمير ولسوالۍ هم ونيولې.
هلمند له مرکز پرته ١٣ ولسوالۍ لري چې شپږ يې له وسله والو طالبانو سره دي او د ځينو يې يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP