Language

په صياد بازار کې چاودنې ملکي وګړي ټپيان کړل

 محمودراقي (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٥): د کاپيسا ولايت په صياد بازار کې د چاودنې له امله درې عام وګړي ټپيان شول.

 دغه پېښه نن له غرمې مخکې په صياد بازار کې له يوې امنيتي پوستې سره نږدې رامنځته شوه .

 د کاپيسا ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي پژواک اژانس ته وويل چې ناپېژانده کسانو په يوه بايسکل کې چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى کړي او چاودنه يې ورکړې ده.

د ده په خبره، په دې چاودنه کې درې عام وګړي ټپيان شوي چې د کاپيسا ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 د صياد بازار يوتن هټۍ وال غوث الدين پژواک ته وويل چې د ټپيانو د شمېر په اړه کره معلومات نه لري، خو کېداى شي چې شمېر يې تر درې تنو زيات وي، ځکه چاودنه د بازار په ګڼه ګوڼه سيمه کې د کابل –کاپيسا لويې لارې ته نږدې شوې .

ترواسه ددغې چاودنې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى.

login or register a new account.