جلال اباد (پژواک ۷ کب ٩٥): په ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو قوماندان د پاکستان له خوا پر افغان خاوره د توغنديزو بريدونو په غبرګون کې وويل چې هېچا ته د هېواد پر يوه لوېشت خاوره هم د تجاوز اجازه نه ورکوي.
سمونوال محمد ايوب حسين خېل دا څرګندونې د کب په ۷مه د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا په انګړ کې له افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه د جوړې شوې لويې غونډې پر مهال وکړې.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل چې په دغو مراسمو کې يې خبرې کولې، وويل چې د کب ۹مه نېټه د هېواد په ټولو ولايتونو کې د ولسمشر په امر له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ غونډې ترسره کېږي.
هغه زياته کړه چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد او خلکو ساتنه کوي؛ نو بايد خلک يې هم په کلکه ملاتړ وکړي.
والي وايي: ((د ننګرهار ولايتي ادارې تل له خپلو سرتېرو ملاتړ کړی او کوي يې، موږ د هېواد د دفاع او خلکو د دفاع په لاره کې د ملي امنيتي ځواکونو سرښندنې او قربانۍ ستايلې دي.))
د يادو مراسمو په څنډه کې په ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل وويل چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د سر به بدله له هېواد او خلکو دفاع کوي؛ نو پر خلکو يې هم قدر لازم دی.
هغه له ولسمشره مننه وکړه چې د هېواد د ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ په خاطر يې د کب ۹مه نېټه د اتل سرتېري په نوم نومولې ده.
د سرحدي پوليسو قوماندان د پاکستان له خوا پر افغان خاوره د توغنديزو بريدونو په غبرګون کې وويل، هېچا ته د هېواد پر يوه لوېشت خاوره هم چا ته د تېري اجازه نه ورکوي.
دی وايي چې له تېرو درېيو اوونيو راهيسې پاکستاني ځواکونو په افغان خاوره توغنديو توغول پيل کړي؛ خو دوی د نړيوالو اصولو مطابق عمل ورسره کړی دی.
هغه په افغان خاوره کې د پاکستاني ځواکونو د مخې ته راتګ خبره رد کړه او ټينګار يې وکړ چې افغان سرحدي پوليس به هېچا ته د يوه لوېشت پرمختګ اجازه ورنه کړي.
ده زياته کړه: ((پاکستاني ځواکونو چې په خپله ساحه کې کومې نوې پوستې جوړې کړې وې او تجهيزات يې ځای پر ځای کړي و، له هغو ځايونو هم شا ته شوي دي.))
د يادولو ده، له تېرو درېيو اوونيو راهيسې پاکستاني ځواکونو په دغه هېواد کې د سترو چاودنو په غبرګون د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو د توغنديزو بريدونو تر څنګ د تورخم دروازه هم د افغانانو پر مخ تړلې ده.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن