ترينکوټ (پژواک، ٩ کب ٩٥): چارواکي وايي چې د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د روانو عملياتو په ترڅ کې ٢٣ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګډو ځواکونو د ترينکوټ ښار په بېلا بېلو سيمو کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ٩ وسله وال وژل شوي او ١٤ نور ژوبل شوي دي.
دى وايي چې په وژل شوو کسانو کې د طالبانو مهم قوماندان ملا امين هم شامل دى.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې ملا امين ژوندى دى او د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن