جلال اباد (پژواک، ۱۰ کب ٩٥): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نا پېژاندو وسله والو دوه قومي مشران وژلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ۱۰مه پژواک اژانس ته وويل چې د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند په مجبور اباد سيمه کې نن سهار شاوخوا اته بجې د چپرهار ولسوالۍ دوه قومي مشران یارمحمد او حاجي صدیق د نا معلومو وسله والو له لوري پر ډزو وژل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، قومي مشر يارمحمد د ملک صديق په کور کې مېلمه و، کله چې دواړه له کوره بهر شوي؛ نو نا پېژانده وسله والو د کور په مخ کې پر ډزو وژلي دي.
د والي وياند وايي چې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر دې پېښه سخته خواشيني څرګنده کړې او د يادو قومي مشرانو وژنه يې د چپرهار د خلکو لپاره ستره ضايعه وبلله.
خوږياڼی وايي چې والي امنيتي ادارو ته لارښوونه کړې څو د دې پېښې عاملين پيدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
بلخوا تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې او يا هم کوم چا د دې پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن