ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له ترهګرو ملاتړ کوونکي هېوادونه دې په تور لېست کې شامل شي”

“له ترهګرو ملاتړ کوونکي هېوادونه دې په تور لېست کې شامل شي”

author avatar
18 Mar 2017 - 16:58
“له ترهګرو ملاتړ کوونکي هېوادونه دې په تور لېست کې شامل شي”
author avatar
18 Mar 2017 - 16:58

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٥): د ولسي جرګې يو شمېر غړي، امريکا د “امنيتي هوکړه ليک” پر بنسټ د افغانستان له ملي حاکميت څخه په دفاع مکلفه بولي او د نړۍ له هېوادونو غواړي چې له ترهګرۍ ملاتړ کوونکي هېوادونه په تور لېست کې شامل کړي.

د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي هوکړه ليک په ١٣٩٣ لمريز کال کې لاسليک شو.

د ياد هوکړه ليک د شپږمې مادې په دويم او درېيم بند کې راغلي: “امريکا به د افغانستان د حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا پر وړاندې هر ډول بهرنى يرغل او يا ګواښ په اړه سخته اندېښنه ښيي او په دې باور ده، چې دا ډول يرغل به د افغانستان د ثبات او د سيمې او نړۍ د سولې او ثبات په اړه ګډې ګټې وګواښي.”

د افغانستان پر وړاندې د دا ډول ګواښ او يا يرغل د رامنځته کېدو پر مهال به دواړه لوري د سياسي، ډيپلوماټيکو، پوځي او اقتصادي لارو چارو او ګامونو پورته کولو سره د يو مناسب ځواب په موخه له يو بل سره په منظمه توګه سلا او مشوره کوي.

خو دا په داسې حال کې ده چې له څو کلونو راهيسې د پاکستان له لوري د افغانستان پر يو شمېر ختيځو او سويل ختيځو سيمو راکټي بريدونه کېږي او افغان دولت هم څو ځلې دا خبر په ډاګه کړې چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي، چې بايد په ياد هېواد کې له منځه يوړل شي.

ولسي جرګه کې د اروزګان استازي عبيدالله بارکزي، په نننۍ ناسته کې دغو موضوعاتو ته په اشارې سره وويل: “اوس چې موږ له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړى، نو پاکستان ولې لاسوهنه کوي او ترهګر رالېږي؟ د هوکړه ليک پر بنسټ؛ امريکا مکلفه ده، څو د افغانستان له ملي حاکميت دفاع وکړي او ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې لاسوهنې ته پرېنږدي، خو تر اوسه پورې يې دا کار لا نه دى کړى.”

هغه زياته کړه: “له امريکا سره زموږ تړون هيڅ درد دوا نکړ، بلکې په هېواد کې د نا امنۍ د زياتېدو لامل شوى، که چېرې رښتيا غواړئ چې امنيتي ستونزه حل شي نو له حکومت چارواکو او ګاونډيو هېوادونو په شکايت کولو نه حليږي، پر امريکا بايد فشار راوړل شي؛ ځکه پاکستان د امريکا امريکا ملګرى دى او په تېرو څو کلونو کې يې د افغانستان په پرتله له پاکستان سره ډېره مرسته کړې ده.”

بارکزي له اداري پلاوي او ولسي جرګې وغوښتل، چې له امريکا سره د افغانستان د امنيتي هوکړه ليک موضوع د جرګې په اجنډا کې شامله کړي، څو په دې اړه له سره غور وشي.

د ولسي جرګې لومړي نايب همايون همايون، له امريکا سره د افغانستان د امنيتي هوکړه ليک په اړه وويل: “افغانانو تر اوسه له دې امنيتي تړون ګټه نه ده پورته کړې، امنيتي وضعيت د خرابېدو په حال کې دى د جرګې له ټولو غړو او دايمي کميسيونونو غواړم څو له امريکا سره شوى امنيتي تړون يوځل بيا مطالعه کړي، دا معلومه کړي چې د ياد هوکړه ليک په پلي کولو کې کوم لوري ګام نه دى پورته کړى.”

د هغه په وينا، که چېرې ياد هوکړه ليک له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت او ملت سره د همکارۍ سبب او د ګاونډيو د لاسوهنې لامل نه ګرځي؛ په اړه يې له سره غور وشي.

د ولسي جرګې لومړي نايب، له ترهګرۍ څخه د پاکستان ملاتړ ته په اشارې سره وويل: “د نړۍ له ټولو هغو هېوادونو چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي، غواړم هغه هېوادونه چې له ترهګرو سره مرسته او يا ترې ملاتړ کوي؛ په تور لېست کې شامل کړي، څو ګاونډ هېوادونه يې د ترهګرۍ له شر خلاص شي.”

نوموړي دغه راز د ملګرو ملتونو له سازمان وغوښتل، څو پر هغو هېوادونو چې له ترهګرۍ ملاتړ کوي، فشار راوړي او نړۍ يې له شره وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي محمود صيقل، تېره جمعه د ياد سازمان د امنيت شورا په ناسته کې د افغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان له لاسوهنو، ملي حاکميت ته د نه درناوي او سرحدي سرغړونو په اړه هم د ملګرو ملتونو سرمنشي ته شکايت ليک وړاندې کړى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.