جلال اباد (پژواک، ٢٠ ورى ٩٦): په ننګرهار ولايت کې د داعش پر وړاندې د روانو عملياتو په ترڅ کې د ځانګړو امريکايي ځواکونو يو سرتېرى وژل شوى دى.
په کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند بېل سالوېن د وري په ٢٠مه ويلي چې ځواکونو يې په ننګرهار ولايت کې د داعش خراسان ډلې پر ضد عمليات په لاره اچولي دي.
هغه زياته کړې، پرون د دې عملياتو پر مهال د دوى يو سرتېرى سخت ټپي شوى و چې وروسته يې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله لاسه ورکړه.
يادو ځواکونو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
بلخوا د ننګرهار ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل، د امريکايي ځواکونو له خوا دغه عمليات د اچين ولسوالۍ د شډل بازار او باندر په سيمو کې روان دي.
خو سرچينې د پرونۍ پېښې په اړه معلومات نه درلودل.
داعش بيا په يوه خبرپاڼه کې ويلي، په ننګرهار ولايت کې يې يو بهرنى سرتېرى وژلى او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن