کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٦): د کرکټ بورډ مشرتابه او ملي لوبډلې نن د "اسرا روزنتون" له يتيمانو سره مرسته وکړه.
د کرکټ بورډ عمومي مشر لطف الله مشعل چې له ياد روزنتون سره يې د کمپلو او فرش مرسته وکړه، په خپلو خبرو کې وويل چې نه يواځې دا ماشومان، بلکې د هېواد ټول بې کسه ماشومان د خپلې کورنۍ غړي بولي او لازمه پاملرنه به ورته کوي.
ده زياته کړه، د اسرا ماشومان به ټولو کورنيو لوبو ته ور بولي او د هرې لوبې غوره لوبغاړي ته به د دوى پر لاس کپونه ورکوي.
د ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزي وويل، تر دې وروسته به له اسرا روزنتون سره مالي مرسته کوي.
دى زياتوي: ((څو چې زه د لوبډلې مشر یم، د اتلانو په استازيتوب وایم چې ستاسو مرسته پر موږ حق ده او چې له ما وروسته څوک راځي هغه به هم دا کار کوي.))
د کرکټ ملي لوبډلې نن خپله، ماشومانو ته د کرکټ بیټونه، توپونه، یونیفورم، کتابچې او قلمونه هم ډالۍ کړل.
د اسرا یوه زده کوونکي، ملي اتلانو ته په وینا کې وویل: "نن تاسو اتلان یاست، که زموږ پالنه سمه وشي، سبا به موږ د هېواد بیرغ په نړۍ کې رپوو او ستاسو شمله به هسکه ساتو."
د اسرا روزنتون مشر مجيب الرحمن لحاظ وويل، د روزنتون له جوړولو يې موخه په ټولنه کې د انساني خواخوږۍ عامول، د بېکسو لاسنيوى، ټولنيز عدالت رامنځ ته کول او په ټولنه کې د ټيکاو ټينګښت دى.
د ده په وينا، د روزنتون چارې د يو شمېر با احساسه هېوادوالو او پانګه والو په مرستو او همکاريو پر مخ بيايي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د نړیوالو ادارو د شمېرو له مخې، تر ۱۰۰زرو زیات ماشومان بې برخلیکه دي.
اسرا روزنتون له ۱۳۹۴ کال راهيسې فعاليت کوي او اوسمهال د بېلابېلو ولایتونو ۳۰ تنه یتیمان په کې ژوند کوي، چې د معارف رسمي نصاب په رسمي ښوونځيو کې تعقيبوي او په اسرا کور کې ورته د کمپيوټر، انګليسي، عصري او ديني زده کړې زمينه برابره شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن