جلال اباد (پژواک، ۳۱ وری ۹۶): د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين وايي، د اصلاح شوو تخمونو پروګرام يې پيل کړی چې په لومړي پړاو کې به د څلورو ولايتونو کروندګرو او شرکتونو ته د شولو اصلاح شوو تخمونه ورکړل شي.
د ياد رياست د معلوماتو له مخې، تازه يې په تحقيقاتي فارم کې څلور ډوله د شولو تخمونه تجربه کړي چې ښه حاصل ورکوي او دغه تخمونه به د تکثير په خاطر نورو ولايتونو ته هم انتقال کړي.
د ننګرهار د کرنې رياست د پلان مدير انجينر عطاءالحق بشري د وري په ۳۱مه پژواک اژانس ته وويل چې په تحقيقاتي فارم کې يې د ۶۷۰۰ کيلوګرامه په اندازه د شولو څلور ډوله تخمونه تجربه کړي دي.
دی وايي، تخمونو ښه پايله ورکړې او اوس د تکثير او د هېواد نورو برخو ته د لېږد په خاطر په لومړي سر کې د څلورو ولايتونو (ننګرهار، لغمان، کابل او بغلان) کروندګرو او شرکتونو ته ورکول کېږي.
هغه هيله وښوده، دا اصلاح شوي تخمونه به د کروندګرو د شولو حاصلاتو کې زياتوالی رامنځته او هېواد ته به د وريجو له اړخه د پر ځان بسياينې لپاره ډېر ګټور تمام شي.
له بغلان ولايت څخه د ياد تخم د ترلاسه کولو په خاطر د يو کرنیز شرکت مسوول محمد شفيق حيدري وويل چې د شولو د تخمونو د اصلاح لپاره په هېواد کې دا لومړنی ګام اېښودل شوی دی.
هغه وويل، پخوا يو شمېر محلي تخمونه و؛ خو داسې کومه ورايټي نه وه چې د افغانستان د هر ولايت له اب و هوا سره برابر وي او ښه حاصل ورکړي.
دی وايي، تازه ترلاسه شوي تخمونه به په بغلان ولايت کې په کروندګرو وېشي، هم به تخم تکثير او ډېروي او هم به کروندګرو ته يې د حاصلاتو د ښه والي لپاره ورکوي.
د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ يو کرونګر غلام نبي وويل، دا تخمونه به د دوی د شولو په حاصلاتو کې له ۳۰ نيولې تر پنځوس سلنې ډېروالی راولي.
هغه هيله څرګنده کړه، د دغو تخمونو اندازه ۶۷۰۰ کيلوګرامه ده؛ خو که هر کروندګر د خپلې ترلاسه کړې اندازې دوه چنده توليد کړي؛ نو د دوو کلونو په موده کې کيدلی شي، چې ټول هېواد ته دا تخمونه انتقال شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن