ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياسي فعالانو د سفيرانو په توګه د دفاع وزير او لوى درستيز ګومارل وغندل

سياسي فعالانو د سفيرانو په توګه د دفاع وزير او لوى درستيز ګومارل وغندل

author avatar
27 Apr 2017 - 19:28
سياسي فعالانو د سفيرانو په توګه د دفاع وزير او لوى درستيز ګومارل وغندل
author avatar
27 Apr 2017 - 19:28

کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٦): يو شمېر سياسي فعالانو، د سفيرانو په توګه د جنرال حبيبي او جنرال شهيم معرفي کول غندلي او په دغه برخه کې يې د حکومت پر پرېکړې د بياغور غوښتنه کړې ده.

ولسي جرګه کې د کابل استازي زکريا زکريا، نن په هغې ناسته کې چې د "نهضت صلح، عدالت و ازادي افغانستان" له لوري کابل کې ترسره شوې وه، د شاهين قول اردو د پېښې په تړاو پر حکومت نيوکې وکړې.

هغه وويل: "موږ به د نورو پېښو په څېر دا ځل چوپ پاتې نه شو، حکومت تر اوسه پورې هيڅ کوم چارواکى د خپلې بې پروايې له امله تر پلټنې او تعقيب لاندې ونه نيو."

ذکريا زياته کړه، افغانان به له دې وروسته هيڅکله هم د حکومتي چارواکو پر هغو څرګندونو باور ونه کړي، چې ګواکې دا ډول بريدونه له هېواد بهر سازمان کېږي او دوى غواړي پوه شي، چې په دغه پېښه کې چا بې پروايي کړې ده.

د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه فيض محمد جلال، د سردار داود خان روغتون او شاهين قول اردو د بريدونو په تړاو د حکومت پر کړنو سختې نيوکې وکړې.

جلال وويل: "افغان دولت له بده مرغه د څو کلمو په څرګندولو سره خپل ځان خلاصوي، فکر کوم د سترو ترهګريزو بريدونو او زنځيري قتلونو تر شا د بهرنيانو او سيمه ييزو استخباراتو لاس دى."

هغه زياته کړه: "حکومت يواځې په دا ډول څرګندونو سره خپل مسووليت نه شي ترسره کولى، تر اوسه د هيڅ کومې سترې پېښې په اړه څېړنه نه ده شوې او خلکو ته د منلو وړ کومه پايله نه ده اعلان شوې."

د ملي دفاع وزارت په خپل وروستي راپور کې ويلي، د وسله والو طالبانو له لوري پر شاهين قول اردو د تېرې اونۍ د بريد له امله ١٦٥ سرتېري وژل شوي او ١٦٤ نور ټپيان دي. د يادې پېښې په پايله کې د شاهين قول اردو د مشر ځنډول شوې او د هېواد د دفاع وزير عبدالله حبيبي او قدم شاه شهيم له خپلو دندو استعفاوې ورکړې.

حکومت هم پرون ومنله، چې ياد دوه پخواني پوځي چارواکي په اردن او قزاقستان کې د سفيرانو په توګه معرفي شوي دي.

خو فيض محمد جلال د حکومت يادې پرېکړې ته په اشارې سره وويل: "زه ويلى شم چې د ټولو پېښو مسوول، بې کفايته حکومت دى، څېړنه نه کوي، څوک چې تېروتنه وکړي؛ سزا نه ورکول کېږي، د مجازاتو او له دندې څخه د ګوښه پرځاى، بله دنده ورکول کېږي او له دې لارې د خلکو په سترګو کې د خاورو شيندلو هڅه کوي."

د سياسي چارو بل کارپوه جاوېد کوهستاني هم وويل، تر اوسه پر ٢٠٩ شاهين قول اردو د پېښې په تړاو هر اړخيزه څېړنه او د عاملينو محاکمه نه تر سترګو کېږي.

هغه وويل: "د باور جوړولو لپاره هيله مند يم او د دې لپاره چې د خلکو بچيان د افغانستان په وسله والو ځواکونو کې کار کوي، خو هغه کسان چې په دا ډول پېښو کې يې بې پروايي کړې او يا يې د پېښې په سازمانولو کې رول درلود، بايد پر وړاندې يې جدي چلند وشي او سخته سزا ورکړل شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.