ګردېز (پژواک، ١٤ غويی ٩٦): په پکـتيا کې د ملي اردو تقاعد او تنقيص شوي منسوبين وايي چې د پخواني ولسمشر په وخت کې ورته په ګردېز کې ځمکه ځانګـړې شوې وه، خو اوس د ځينو کسانو له خوا غصب شوې ده.
يادو کسانو د غويي په ١٤مه د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې له مسوولينو غوښتنه وکړه چې له غاصبينو دې غصب شوې ځمکې را وګـرځوي او د دوی د حق د ورکـړې په برخه کې دې لازم اقدامات وکـړي.
تقاعد شوی ډګـروال محمد حنيف وويل چې په ۱۳۸۳ کال کې متقاعدو او نورو مستحقو افسرانو ته د پخواني ولسمشر حامد کـرزي د ۳۸مې ګڼې فرمان له مخې ۳۶۰۰ جريبه ځمکه ځانګـړې شوه، خو په خبره يې چې د دې ځمکې ډېره برخه د ځينو دولتي مسوولينو په ملاتړ او همکارۍ د ځمکو د مافيا له خوا غصب شوې ده.
دی وايي: ((دا د پخوانۍ ۱۲مې فرقې ځمکه ده، دا د پوليګـون او هليکـوپټرو ميدانونه دي، دلته ۵۶۰ تقاعـد او تنقيص شوو او معلولو افسرانو ته ځمکې ځانګـړې شوې، له موږ يې لس- لس زره افغانۍ هم واخيستې، خو نه ځمکه راکـړل شوه او دا ده ځمکه هم غصب شوه او څوک يې پوښتنه نه کـوي.))
يو بل متقاعد افسر محمد عثمان وويل چې ياده ځمکه د دوی لپاره په نښه هم شوه، خو د پخواني والي جمعه خان همدرد او نورو مسوولينو د ناغېړۍ يا جوړ جاړي له امله پر خپل حال پاتې شوه.
دی وايي: ((ځمکه راته بېله شوه، نقشه شوه او پيسې مو هم تحويل کـړې، خو د والي همدرد ناغېړي وه، يا به يې تنظيمي روابط او يا کـېدی شي ښکـېلو کـسانو پيسې ورکـړې وي، خو ځمکه پاتې شوه. ډېره ځمکه غصب شوې او لا هم د غصب کـېدو په حال کې ده.))
بل اعتراض کوونکي ګل الرحمن وويل، که حق يې ورنه کـړل شي، نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکـړي او تر وروستۍ شېبې به مبارزه کـوي.
دی وايي: ((موږ ډېر د مايوسۍ احساس کـوو، د وطن په هره څنډه کې مو وينه تويه شوې او ډېرې ستړې مو تېرې کـړې دي، خو اوس مو حقونه تر پښو لاندې کـېږي؛ ځينو زورواکو پرې خېټې اچولې او ظلم کـوي.))
پخواني نظامي منسوبينو د ځمکې اسناد، د ولسمشر کـرزي او د هغه مهال د دفاع وزير فرمان، مکـتبونه او نور اسناد هم رسنيو ته وښودل.
د اړوندې موضوع په اړه د پکـتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي چې تر دې وړاندې ورسره دا موضوع نخ ده شريکه شوې او که څوک يې په اړه کـره اسناد ولري نو دوی به يې په اړه لازم ګامونه واخلي.
حسرت وايي: ((دا موضوع ستاسو له لارې موږ ته را ورسېده، ټولې هغه ځمکې چې حقوق يې د يو چا په لاس کـې وي، خو غصب کـړې بل چا وي، هغه به راګـرځول کـېږي او ټول به يې شاهدان يو انشاالله.))
د افغانستان د اراضي ادارې د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا درې ميليونه جريبه ځمکه غصب شوې چې يوه لويه ستونزه ګـڼل کـېږي.
login or register a new account.