جلال اباد (پژواک، ۲۴ غويی ٩۶): د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د سپینې وینې (پلازما) تطبیق پیل شو.
ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب الله کامه وال د غويي په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه کار یې د اړوند وزارت د پرمختیایي بودیجې او هيلت نېټ نړیوالې روغتیایي شبکې په تخنیکي مرسته د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې پیل کړی دی .
نوموړي زیاته کړه، هغه ناروغان چې له دې وړاندې د سپینې وینې د تطبیق په موخه بهرنیو هېوادونو ته تلل، اوس کولای شي د ننګرهار په حوزوي روغتون کې دغې اسانتیا ته لاسرسی ومومي.
د هغه د معلوماتو له مخې، هره ورځ د سهار له ۷ بجو د ماسپښین تر ۲ بجو پورې د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې د پلازما تطبیق لپاره ناروغان مراجعه کولای شي.
بلخوا ډاکتران د پلازما يا سپينې وينې تطبیق د وينې د کمښت او ټيټ فشار له ناروغيو سره د مخ ناروغانو لپاره ګټوره چاره ګڼي.
د داخله ناروغيو متخصص ډاکتر محمد لياقت عادل پژواک ته وويل، هغه کسان چې د ويني له کمښت سره مخ وي او له ټيټ فشار نه شکايت کوي، د ويني پلازما تطبيق ورته ګټوره لاره ده.
دا وايي، که دوی ته سپينه وينه تطبيق شي؛ نو د وينې حجم يې برابرېږي او بل يې د امراضو په مقابل کې مقاومت زياتېږي؛ نو د ټيټ فشار او وينې کمښت يې له منځه ځي.
د يادولو ده، په ننګرهار کې د وينې د کمښت ناروغۍ د بېلابېلو ډولونو ناروغان شته چې تر ټولو زيات هغه يې د تلسيميا ناروغۍ باندې اخته کوچنيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن