مهترلام (پژواک، ٢٧ غويى ٩٦): د لغمان چارواکي وايي چې د سېلاب پنځه عملياتو په لړ کې د يو شمېر قوماندانانو په ګډون ١٤ وسله وال وژل شوي دي.
د لغمان ولايت مقام له خوا د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات د ولايت د مرکز اړوند او د الينګار ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې روان دي.
سرچينې زياته کړې چې د تېرې شپې په عملياتو کې د سميع الله دروېش، قاري محب، نصير او قاري مبارز په نومونو د دولت د وسله والو مخالفينو مشهور قوماندانان له خپلو لسو ملګرو سره يو ځای وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز د قاري روح الله او قادر په نومونو چې د وسله والو مخالفينو مهم سرګروپان دي، ژوندي نيول شوي او اته لوی کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي.
که څه هم د لغمان ولايت مقام وايي چې په عملياتو کې تر اوسه دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د لغمان ولايت ځينې سرچينو پژواک وويل چې په دغو عملياتو کې شپږ دولتي سرتېري هم وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د ولايت مقام وايي چې په يادو سيمو کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې پيل شوو علمياتو کې تر اوسه ٤٦ وسله وال وژل شوي او تر ٢٠ ډېر يې ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په عملياتو کې د مخالفينو ۲۵ موټرسايکلونه، پنځه پيکپ موټر، يو هاوان، يو ميل دهشکه او ٨٢ ملي متري توپ له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دولت د دې تازه ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP