ژبه

ملک سلمان: ایران د ترهګرو ملاتړ کوي

توسط جاويد هميم کاکړ

مې 22, 2017 - 1:53 pm

Views: 50

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۶): د سعودي باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ایران تورن کړ چې د ترهګرو ملاتړ او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې د عرب اسلامي هېوادونو او امریکا په ګډون د ۵۶ هېوادونو هغې غونډې ته وکړې چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره جوړه شوې وه.

د سعودي باچا شاه سلمان بن عبدالعزیز وویل چې ایران د ترهګرۍ مرکز دی او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي چې د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی.

هغه زیاته کړه چې اسلام د سولې او امن پیغام ورکوي، د بې ګناه انسانانو وژل د ټول انسانیت د وژلو په معنا ده.

د نوموړي په وینا، ترهګرو د مسلمانانو قبله په نښه کړې ده نو د ترهګرو پر ضد بايد ګډه مبارزه وشي.

د هغه په وینا، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره په ریاض کې نړیوال مرکز جوړېږي چې د دغه مرکز له لارې به دوی وکولی شي ترهګرو ته ماته ورکړي.

د سعودي باچا هیله څرګنده کړه چې نور اسلامي هېوادونه به هم د دغه مرکز او اتحاد غړیتوب ترلاسه کړي.

login or register a new account.