کابل (پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٦):پخوانى والي او د حزب اسلامي غړى جمعه خان همدرد وايي چې د ځينو مشخصو کړيو مخالفت له شخص سره نه، بلکې د سولې له راوستو سره دى، ځکه ددوى ګټې په جګړه کې خوندي دي.
د حزب اسلامي افغانستان مرکزي غړي او پخواني والي جمعه خان همدرد دغه څرګندونې د غبرګولي په ١٧مه، د کابل د وروستيو پېښو په اړه په خپل يو پيغام کې کړې دي.
هغه د کابل پر وروستيو پېښو خواشيني څرګنده کړه او د دې پېښو د قربانيانو کورنيو ته يې تسليت وړاندې کړى دى.
نوموړي زياته کړې، تر يادو پېښو وروسته د کابل ښاريانو او مدني ټولنو د دغو پېښو د غندنې په موخه لاريون پلان کړ، خو ځينې حلقې ددې لپاره چې د ټانکر د بريد پېښه له خلکو هېره کړي، لاريون ته يې ځينې کسان دننه کړل او پر ارګ يې د يرغل هڅه وکړه.
نوموړى د لاريون کوونکو د مسوولينو او د ځينو مشخصو کړيو د غوښتنو په اړه وايي چې دوى د يوه داسې چا د لرې کېدو غوښتنه کړې، چې د اوسني حکومت يواځينى چارواکى دى چې لاسته راوړنه لري.
د يادونې ده چې د جمعيت اسلامي مشر صلاح الدين رباني د کابل د وروستيو پېښو په اړه د خپل دريځ اعلانولو پر مهال د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر په ګډون د ټولو امنيتي ادارو د مشرانو د بدلولو غوښتنه کړې وه.
خو جمعه خان همدرد وايي چې د دوى مخالفت له شخص سره نه، بلکې د سولې له راوستو سره دى، ځکه ددوى ګټې په جګړه کې خوندي دي، د همدې جګړې له برکته دوى موقفونه او شتمنۍ ترلاسه کړي.
هغه زياته کړې : (( دوى دا نيوکه هم کړې چې اتمر اجراييوي صلاحيت درلود او له حزب سره يې سوله لاسليک کړه، اتمر هغه څوک دى چې له حزب سره يې ناشونې سوله ممکن کړه؛ نو دوى ډارېږي چې نوموړي کې دا وړتيا شته چې د بشپړې سولې لپاره کار وکړي او سوله د دوى په زيان ده.))
همدرد وايي، جګړه د حل لاره نه ده، حکومت بايد له طالب سره هم د سولې لاره خپله کړي.
د نوموړي په وينا، که چېرې سوله وشي، نو د هېواد اقتصاد پياوړى کېږي، هېواد په ځان بسيا کېږي، خو ځينې مشخصې کړۍ دا سوله د ځان په زيان بولي، ځکه چې د دوى اوسنۍ بادشاهي له منځه ځي.
هغه وايي چې ټول هېوادوال بايد د يو موټي او لوى افغانستان لپاره سره لاسونه ورکړي، خپلې غېږې پرانيزي څو په هېواد کې شته ناخوالو ته د پاى ټکى کېښودل شي.
login or register a new account.