ژبه

ولسمشر غني : د شانګهای سازمان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په ستراتیژۍ کار وکړي

کابل (پژواک، ۱۹ غرګولی ۹۶) : ولسمشر غني د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې برخه کې د همکاریو زیاتوالو اعلان وکړ او په ډاګه یې کړه، لازمه ده د هغې ترهګرۍ په مقابل کې چې د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونه په جدي ډول ګواښي ، عملي اقدامات وشي.

له ارګ څخه دغبرګولي په ۱۹مه،پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو اولسمه غونډه کې چې د قزاقستان پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

هغه د غونډې ګډون کوونکو هېوادونو ته د هند او پاکستان د دایمي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د شانګهای همکاریو سازمان د غړو په زیاتېدو سره همزمان د سیمې په کچه مسوولیتونه زیاتېږي.

ولسمشر غني په سیمه کې د شانګهای د همکاریو سازمان رول ته په اشارې وویل، په دې وروستیو کې د اسیا- اروپا حوزې اړیکې او همکارۍ په پام وړ توګه زیاتې شوې دي.

نوموړي دېته په اشارې چې افغانستان د تروریزم پر ضد د مبارزې لومړۍ کرښه کې قرار لري زیاته کړه، دا مهال شل بین المللي تروریستي ډلې  دافغانستان د خلکو پر ضد جنګېږي او  هره ورځ قرباني ورکوي.

ولسمشرغني وویل : (( همدا اوس زموږ هېواد کې ماتم دی او دا ماتم د تروریستانو د هغو خونړیو بریدونو له امله دی چې زموږ عام خلک په نښه کوي او په کابل کې یې د ځینو ډيپلوماتیکو ساحو په ګډون زیاتې سیمې زیانمنې کړې دي. ))

هغه څرګنده کړه، زموږ خلک د عدالت غوښتونکي دي او هیله من یوو هغه اساسي او ګډ اقدامات چې د سیمې هېوادونه یې د تروریزم پر ضد مبارزه کې ترسره کوي زموږ ټولو ډاډ ترلاسه کړي.

ولسمشرغني زیاته کړه، د سیمه ییز تروریزم او بین المللي تروریستي سازمانونو تهدیدونه د ټولې سیمې  په ځانګړي ډول د افغانستان د خلکو ارمانونو ته د رسېدو پر وړاندې اساسي مانع دي.

هغه وایي : (( موږ هیله من یوو چې د شانګهای دهمکاریو سازمان د تروریزم او نشه یي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې په ستراتیژۍ کار وکړي او همدارنګه د بین المللی تروریستي سازمانونو او ډلو د مهارولو او ځپلو لپاره سیمه ییز بحث رامنځته شي. ))

ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای سازمان مشرانو ته په خطاب کې وویل: ((زه دلته راغلی یم تر څو د تروریزم پر ضد د مبارزې برخه کې د همکاریو زیاتوالی اعلان کړم او لازمه ده د هغه تروریزم په مقابل کې چې د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونه په جدي ډول تهدیدوي، عملي اقدامات وشي. ))

اشرف غني همدارنګه وړاندیز وکړ، چې د سیمې هېوادونه دې د یو مشخص میکانیزم په اساس د تروریزم ملاتړي هېوادونه او بین المللي تروریزم تعریف کړي.

ولسمشرغني وویل، اوس د سیمې هېوادونه د لویو اقتصادي او زیربنایي پروژو له لارې سره یو ځای شوي دي چې دا د سیمې هېوادونو تر منځ د لازم توافق او تعهداتو پایلې دي. هغه زیاته کړه، په ملي او سیمه ییزه کچه د زیربنایي برنامو او پلانونو اجرا کېدلو لپاره د سیمې هېوادونو عزم او اراده  خوبونه په حقیقت بدل کړي دي.

login or register a new account.