کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۶) : د هندوستان لومړي وزیر ولسمشر غني سره دلیدنې پر مهال د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې دهر ډول مبارزې ډاډورکړ.
دهندي لومړي وزیر نریندرا مودي نن نن دقزاستان په پلازمینه استانه کې دشانګهای سازمان دسرمشریزې غونډې په څنډه کې ولسمشر غني سره ولیدل.
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې دواړو مشرانو دافغانستان او سیمې پر وروستیو امنیتي او سیاسي حالاتو خبرې اترې وکړې .
سرچینې زیاته کړې، چې په ځانګړې توګه نریندرا مودي او ولسمشر غني دافغانستان پر سولې ثبات او د ملي پخلاینې پر پروسې بحث وکړ.
دهندوستان لومړي وزیر په دې لیدنه کې دافغانستان ولسمشر اشرف غني د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د هرډول مرستې او همکاۍ ډاډ ورکړ.
نریندرا مودي یو ځل بیا په کابل او دافغانستان په نورو سیمو کې وروستۍ ترهګریزې پيښې وغندلې.
login or register a new account.