ژبه

په کابل او ولايتونو کې د وروستيو پېښو د قربانيانو فاتحه واخيستل شوه

کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٦) : د هېواد په پلازمېنه کابل او ټولو ولايتونو کې دوروستيو امنيتي پېښو د قربانيانو په ياد فاتحه او د قران کريم ختم وشو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت نن په ټول هېواد کې د ملي ماتم ورځ اعلان کړې ده.

له ارګ څخه د غبرګولي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، محمد اشرف غني نن ماسپښین په هېواد کې د وروستیو پېښو د قربانيانو روح ته د دعا او د قران کریم د ختم په مراسمو کې چې د ارګ په جامع جومات کې جوړ شوي و، ګډون وکړ.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر او ټولوګډون‌ کوونکو د وروستیو تروریستي پېښو قربانيانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د روغتیا او په هېواد کې د پایداره سولې او ثبات د تامین دعا وکړه او د دغو تروریستې پېښو د قربانیانو کورنیوته یې د خدای تعالی په دربار کې د صبر هیله وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو مراسمو کې پر ولسمشر غني سربېره، د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني جمهوررئیس حامد کرزي، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیرمحمدخان، لوی څارنوال فرید حمیدي، د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئیس قیام الدین کشاف او ددغې شورا یو شمېر غړو، ځينو وزیرانو، د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي او ددغې شورا غړو، د سترمحکمې د عالي شورا او د جمهوررئیس یو شمېر سلاکارانو، د ملي شورا، د وسله‌والو ځواکونو جنرالانو، منسوبینو او د هېواد یو شمېر سیاسي او ملي شخصیتونو ګډون کړی وو.

دغه راز د هېواد په ټولو ولايتونو کې هم د وروستيو پېښو او په ځانګړې توګه دکابل د پيښې د قربانيانو لپاره فاتحه واخيستل شوه .

login or register a new account.