ژبه

حقاني د کابل په وروستيو بريدونو کې لاس لرل رد کړل

کابل ( پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٦): د حقاني ډلې مشر سراج الدين حقاني د کابل په وروستيو بريدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د کابل ښار د لسمې حوزې اړونده له زنبق څلور لارې سره د يوه ټانکر موټر په وسيله بريد وشو چې له امله يې سلګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه راز تر يادې پېښې دوه ورځې وروسته د مشرانو جرګې د مرستيال د وژل شوي زوى د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي بريدونه وشول چې له امله يې يوځل بيا ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

تر يادې پېښې وروسته د افغانستان د ملي امنيت رياست ادعا وکړه چې د دوى د پلټنو او څېړنو له مخې په يادو دوو پېښو کې د حقاني شبکې لاس درلود، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې "اى اېس اى "او لشکر طيبه په ملاتړ يې ترسره کړي دي.

خو د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد لخوا د غبرګولي په ٢٢مه، رسنيو ته د حقاني ډلې د مشر سراج الدين حقاني غږيز پيغام لېږل شوى چې په کې په دې بريدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

هغه زياته کړه چې دوى او نه هم د دوى نورو ملګرو په دې بريدونو کې لاس درلود.

خو حقاني په دې غږيز پيغام کې ويلي،تر هغه به جګړې ته ادامه ورکوي چې بهرنيان له افغانستان څخه وتلي نه وي. 

بلخوا د سياسي چارو شنونکى جاويد غفور وايي، کله چې هم د طالبانو او حقاني ډلې په بريدونو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اړوي ؛ نو دوي يې مسووليت نه اخلي.

هغه پژواک ته وويل چې حقاني او پاکستان به ګډه دا بريدونه پرمخ وړي او اوس يې ځمکه ترې انکار کړي چې پاکستان د نړيوالې ټولنې تر سخت فشار لاندې دي.

غفور وايي، د حقاني ډله غواړي دا ډول څرګندونو سره غواړي دا وښيي چې دلته په نظام کې دننه افغانان د يو بل پر ضد دا ډول کړنې ترسره کوي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع