ژبه

ولسمشر غني : زموږ د ملت او ملي وحدت پر ضد فعال جنګ روان دی

کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦) : ولسمشر غني وايي، دا مهال زموږ د ملت او ملي وحدت پر ضد فعال جنګ روان دی، ځکه د افغانستان دښمنانو د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې ده، اوس غواړي جنګ د خلکو منځ ته راوړي او عامه روحیه کمزورې کړي.

له ارګ څخه د غبرګولي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه څرګندونې د امنيتي ځواکونو مشرانو ته په خپله وينا کې وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست او د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو د مشرتابه ځینو غړو هم شتون درلود، د ملي دفاع وزارت د منسوبینو په استازیتوب شاه پور شریفیار، د ۱۰۱ اسمایي زون قوماندانۍ د منسوبینو په استازیتوب پلوشې، د ملي امنیت عمومي ریاست د منسوبینو په استازیتوب ناظر حسین او د کابل د ترافیکو د عمومي ریاست د منسوبینو په استازیتوب عبدالقادر خبرې وکړې.

دغو منسوبینو له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د جمهوررئیس ملاتړ، مواظبت او هغوی ته پاملرنه وستایله ويې ویل، چې دغه ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د محاربوي او جنګي مورال د پیاوړتیا لامل کیږي او د جګړې په ډګرونو کې دښمن ته سخت زیان رسولی دی.

هغوى د امنیتي تدابیرو او په خپلو اړوندو ادارو کې د کاري کړنو په اړه جمهوررئیس ته د راپور ورکولو تر څنګ د دښمنانو د شومو پلانونو د شنډولو او د هېوادوالو د امنیت د ټینګښت په برخه کې د امنیتي ارګانونو د جدي اقدماتو د نیولو ډاډ ورکړ.

امنیتي او دفاعي منسوبینو د امنیتي ننګونو یادونه وکړه او د لا زیاتو امنیتي کمربندونو د جوړولو په ځانګړي ډول د شپې له مخې د کابل په اسیب پذیرو څنډو کې د کمربندونو جوړولو، د نظامي کوپراتیف د ایجاد، د کابل ګارنیزیون په چوکاټ کې د نوې لوا جوړولو، د غیرمسوولو وسله‌والو څخه د وسلو راټولو، د بې اسنادو او تورو ښيښو موټرو درولو، د نظامي کدرونو د ګومارنو په چارو کې د سیاسيونو د مداخلو، د افسرانو د روزنې په  کورسونو کې محدودیت، د کابل د ترافیکو سیستم کمپیوتري کولو، د روغتیایي خدمتونو پیاوړتیا، لا زیات تجهیز، په یو مشخص چوکاټ کې د لوړ پوړو چارواکو د محافظینوانسجام، د ټولو شته وسلو د جوازونو د تمدید او په کابل ښار کې د امنیتي کمرو لګولو په اړه جمهوررئیس ته ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل.

ولسمشر اشرف غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ، میړانې او سرښندنې وستایلې او زیاته یې کړه: (( د وطن او خلکو څخه د دفاع په لار کې به مو کارنامې په زرینو کرښو ولیکل شي، ځکه تاسې د نظام او هېواد بقا تضمین کړې ده او زه درباندې د اعلی سرقوماندان په توګه ویاړم.))

هغه امنیتي او دفاعي منسوبینو ته په خطاب کې وویل،  تاسې رضاکارانه مبارزه کوی، تاسې دا انتخاب درلود چې په کومه بله برخه کې دنده ترسره کړئ او چیرته په هوسا ژوند بوخت شئ، خو تاسې پر خپلې خاورې قربانۍ ته ترجیح ورکړه، ملت او دولت درباندې ویاړي.

ولسمشر غني زیاته کړه، د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د خلکو اوسني ملاتړ په تېرو سلو کلونو کې سابقه نه درلوده، خلک او دولت په ټول توان سره مو تر څنګ ولاړ دي.

د هغه په وينا، د جګړې په ډګر کې ستاسو بریالیتوب د جګړې بڼه بدله کړې ده، د دښمن دوه موخې چې یوه نظام ته زیان رسول و او بل د خاورې وېشل وو ، شنډ کړې دي.

هغه وايي : ((دا مهال زموږ د ملت او ملي وحدت پر ضد فعال جنګ روان دی، ځکه د افغانستان دښمنانو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې ده، اوس غواړي جنګ د خلکو منځ ته راوړي او عامه روحیه کمزوري کړي. ))

ولسمشر ټینګار وکړ، د کابل سراسري امنیتي پلان جوړ شوی دی او ژر به په یوې لویې ولسي اجماع کې پرې بحث وشي تر څو اوسنۍ امنیتي ننګونې حل شي او همدارنګه کابل ته اقتصادي پلان هم چمتو شوی دی. هغه وویل، کومانډ و ځواکونه به دوه برابره زیات شي او تشکیل به یې په قول اردو بدل شي.

login or register a new account.