جلال اباد (پژواک ۹ چنګاښ ۹۶): د ننګرهارپه اچين ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ۹مه پژواک اژنس ته وويل، چې چاودنه نن غرمه شاوخوا دولس بجې د اچین ولسوالۍ په باتدر درې سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي، د چاودنې امله اووه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي، چې د لومونيو معلوماتو له مخې د پېښې ټول کسان ملکي وګړي وو،چې ټپيان يې د غني خيلو روغتون ته ليږل شوي او روغتيايى وضعيت يې د ډاډ وړ دى .
خوږياڼي زياته کړه چې په دى پېښه کې ماشومان او مېرمنې نشته او د سړک غاړې ماين د داعش وسله والو له لورې ځاى پر ځاى شوى وو.
بلخوا د اچین ولسوالۍ يوې باوري دولتي سرچيني د نوم نه خپراوي په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه د ملکي خلکو په ډاډسن موټر شوې ده.
سرچېنې زياته کړه، چې په چاودنه کې د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ۷ کسان وژل شوي او د يو ماشوم او دوو ښځو په ګډون ۵ کسه نور ټپيان دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي لعل نبي پژواک ته وويل، چې د چاودنې له امله ۹ ملکي وګړي مړه شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې چاودنه د باندر خولې سيمه کې د ملکي خلکو په سورلۍ موټر شوې ده.
تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د چاودنې مسوليت په غاړه نه دی اخېستی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن