Language

د کام اير هوايي شرکت د مالک زوى په مرموز ډول وژل شوى

مزار شريف ( پژواک، ١١ چنګاښ ٩٦) : د کام اير هوايي شرکت د مالک زوى په بلخ ولايت کې په داسې کې په مرموز ډول وژل شوى، چې له خپلې کورنۍ سره د ښکار لپاره تللى و.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ د چنګاښ په ١١مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، د ياد شرکت مالک زمرى کامګار له زوى او دکورنۍ له نورو  غړو سره د ښکاره لپاره تللى و چې ياده پېښه رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، دا پيښه د کورنۍ او شخصي معامله ده، سياسي او يا هم ترهګريز اړخ نه لري.

د بلخ  د ملکي روغتون سرطيب ډاکټر نور محمد فيض پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار ورته  د کامګار د زوى ٢٦ کلن پروېز جسد راوړل شوى و.

د نوموړي په وينا، روغتون ته د جسد تر راوړلو ١٥دقيقې مخکې هغه په لاره کې ساه ورکړې وه.

 فيض وايي، نوموړي د څټ او ستوني برخه کې لوى زخم درلود چې يا به د چرييز ټوپک او يا هم د کلاشينکوف پر ډزو وژل شوي وي، خو د دوى څېړنې روانې دي.

ددې ولايت يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل، دا پېښه نن سهار ددې ولايت په خلم ولسوالۍ کې د ښکار پر مهال رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې په خلم ولسوالۍ کې خلک له روان موټر څخه پر ښکار  ډزې کوي.

سرچينه وايي، کله چې د کامګار زوى له تېز موټر څخه پر ښکار د ډزو هڅه کړې؛ نو مرمۍ په خپله پر ده لګېدلې او وژل شوى دى. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.