ګردېز (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه): د پکتيا چارواکي وايي، د عامې روغتيا وزارت او د اړوندو ادارو له خوا روغتونونو او روغتيايي مرکزونو ته د لازم پام نشتوالي د پکـتيا روغتيايي حالت او خدمتونه له ستونزو او نيمګړتياوو سره مخامخ کړي دي.
د پکـتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر شېرمحمد نقشبندي د عامې روغتيا رياست د نوې جوړېدونکې ودانۍ د بنسټ ډبرې کېښودو په مراسمو کې وويل، د روغتيايي کلينيکونو قراردادونه د وزارت له خوا له اړوندو ادارو او شرکتونو سره تر سره کيږي، خو دا چې د ټاکلې مودې لپاره کافي بوديجه ورته په نظر کې نه نيول کيږي، نو له امله يې خدمتونه ډېر نيمګړي وي.
ده د APHS او BPHS قراردادونو يادونه وکړه او ويې ويل، دا داسې قراردادونه دي چې يو ډونر يا شرکت په يوه ولايت کې د روغتيايي مرکزونو د خدمتونو په برخه کې د وزارت له خوا مشخص شوې پيسې مصرفوي، خو دا چې د پيسو مقدار نسبت د خدماتو اړتيا ته کمې وي، نو ستونزه ايجادوي.
دى زياتوي: ((مثلاً، يو څوک د درې يا څلورو کلونو لپاره د پکـتيا روغتيايي مرکزونه نيسي او د وزارت له خوا ټاکل شوې اندازه پيسې مصرفوي، خو دا پيسې د مرکزونو اړتيا، وخت او خدمتونو ته په کتو کمې وي او لويه تشه او ستونزه رامنځته کوي، اړتيا ده چې دا پيسې زياتې شي. روغتيايي مرکزونو ته د لازمو خدمتونو نه رسېدل مو له جدي ستونزو سره مخامخ کوي.))
نوموړي د پکـتيا د سل بستريز روغتون د وسايلو د کموالي خبره هم ياده کړه او په دې برخه کې يې د ماليې او روغتيا وزارتونو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د پکـتيا والي شميم خان کټوازي روغتيا بنسټيزه برخه ياده کړه او په دې برخه کې يې د روغتيا وزارت او اړوندو ادارو په لازم او ښه فعاليت ټينګار وکړ.
هغه د ياد رياست د ودانۍ جوړېدو په اړه وويل: ((دا ودانۍ د ماليې وزارت په ځانګړې بوديجه د شاوخوا دوه ويشت ميليونه افغانيو په لګښت په يو کال کې جوړيږي؛ کارونه به يې جدي څارل کيږي او په سم ډول يې د تر سره کېدو ډاډ ورکوم.))
اوسمهال په پکـتيا کې د يو سل بستريز روغتون په ګډون شاوخوا ۵۸ روغتيايي مرکزونه شته، خو د ښځينه روغتياپالو، په ځينو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو نشتوالی، په ولسواليو کې له ډېری سيمو د روغتيايي مرکزونو لرېوالی او په ټوله کې د روغتيايي خدمتونو ناوړه حالت عمده ستونزه ده، چې له امله يې د ټولو او په تېره د مور، ماشوم ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ دی.
login or register a new account.