جلال اباد (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): په ننګرهار ولايت کې د امنيتي پېښو پر مهال د داعش او طالبانو لس وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د اچين ولسوالۍ د مامند درې په ساحه کې ګډو امنيتي ځواکونو د داعش وسله والو پر مرکزونو هوايي او ځمکني عمليات ترسره کړي.
هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په پايله کې د داعش اته وسله وال وژل شوي او د هغوى يو شمېر سپکې او درنې وسلې له منځه تللې دي.
د نوموړي په وينا، په ترسره شوو هوایي او ځمکني بریدونو پر مهال ملکي وګړو او په عملیاتو کې شامل ګډو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی .
مشرقيوال دغه راز وويل چې د مومنددرې ولسوالۍ پوليس د لاندې باسول په سيمه کې له طالبانو سره نښته کړې چې په پايله کې يې يو وسله وال طالب وژل شوى او يو بل يې ټپي دى.
طالب او داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن