مزارشريف (پژواک، ٨ زمری ۹۶): د بلخ ولايت مدني فعالان او ولايتي شورا وايي چې د والي عطامحمد نور او ارګ ترمنځ شته سياسي مخالفت د دغه ولايت پر حکومتي چارو منفي اغېز کړی دی.
دوی همداراز وايي چې له حکومت سره د حکومت دننه مامورينو مخالفت د خلکو باور زيانمنوي.
که څه هم د بلخ د والي عطامحمد نور او ولسمشر محمداشرف غني ترمنځ د خبرو ګونګوسې تر سياسي ملګرتيا پورې رسېدلې وې، خو د کوچني اختر په شپو ورځو کې په ترکيه کې د افغان حکومت پر وړاندې د جوړ شوي ايتلاف له امله د ارګ او عطامحمد نور اړيکې يو ځل بيا خړې پړې شوې.
دغه ايتلاف د شمال زون د وتلو سياسي مشرانو، د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم، د اجرائيه رياست دويم مرستيال حاجي محمد محقق او د بلخ والي عطامحمد نور په ګډون جوړ شو.
د بلخ والي له ترکيې څخه مزارشريف ښار ته له راتګ سره سم، د سلګونو خلکو غونډې ته د وينا پر مهال جوړ شوی ايتلاف د حکومت پر وړاندې د نظام د ساتنې لپاره يوه اړتيا وبلله.
نوموړي پر حکومت نيوکې وکړې او د څو کسانو په ولکه کې يې وباله.
د بلخ مدني فعالان وايي چې که څه هم په نوره نړۍ کې ورته سياسي مخالفتونه عادي وي؛ خو په افغانستان کې دغه ډول سياسي مخالفيتونه ستونزې پيدا کوي.
په مزارشريف ښار کې د خط نو ټولنې مسوول قادر مصباح په دې اند دی چې په افغانستان کې له لوړپوړو حکومتي چارواکو او حکومتي مامورينو تر مدني او اقتصادي حرکتونو پورې هېڅوک بنسټيز فکر نه کوي.
نوموړي پژواک ته وويل چې دوی خپلې شخصي ګټې پر ټولنيزو ګټو باندې لوړې ګڼي.
هغه د بلخ د والي عطامحمد نور او د ارګ ترمنځ د شته سياسي اختلاف په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وويل چې دلته دغه ډول سياسي جنجالونه او اخ و ډب د سرمايې موندنې لپاره کېږي.
ده زياته کړه: ((په دې برخه کې چې يواځېنې اړخ هېرېږي، ټولنه او خلک دي.))
مصباح، پاکستان او ايران په افغانستان کې په هر اړخيزې لاسوهنې تورن کړل، ويې ويل، دغه ډول هېوادونه له شته سياسي مخالفيتونو ناوړه ګټه پورته کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP