لښکرګاه (پژواک، ۱۳ زمری ۹۶) : دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د صرافانو مارکيټ کې لا يو بريد کوونکی مقامت کوي، دری وژل شوي، خو د ولسوالۍ شاوخوا جګړي مهار شوي دي.
ځایي چارواکی وایي، چې له تيري شپي راهیسې په ګرشک ولسوالۍ کې څلور موټر بم بریدونه شوي چې يوازې دوه هدف ته رسيدلي. دوه وړاندي تر دې چې هدف ته ورسيږي له منځه وړل شوي.
د هلمند د والي وياند عمرځواک پژواک ته وویل، تر دي مهاله په دي ټولو پيښو کې ۳ سرتيري وژل شوي ۸ ټپيان دي او دغه راز تر ۳۰ ډير طالبان وژل شوي دي.
نوموړي وويل طالبانو ته ډيره مرګ ژوبله د بهرنیوځواکونو په پرله پسي هوايي بريدونو کې اوښتي ده.
طالبانو وياند قاري يوسف احمدي يوازي په ګرشک کې د يو موټربم او پر صرافه مارکيټ ډله ییز برید تایید کړیدی.
د سيمې اوسيدونکی نعمت الله وايې اوس هم د مارکيټ سربيره پارچاو کمربند کې خال خال ډزو شته، په ښار کې څوک نه ښکاري.
ګرشک د هلمند له لويي ولسواليو څخه ده چې ګڼ ميشته ده، ګڼ سوداګريز مارکيټونه او شاوخوا دوکانونه لري د کابل هرات لويه لاره هم په همدي سيمه کې تيره شوي.
login or register a new account.