لښکرګاه (پژواک، ۲۷زمری ۹۶): په هلمند کې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کورني تاوتریخوالي له امله دوو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغه ولايت د ښځو چارو رييسې جميلې نیازۍ د زمري په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې يوه مېرمن تېره ورځ په واشير ولسوالۍ کې د خپل خاوند له خوا چې ډاکتر هم دی، په چاړه وهل شوې او وژلې یې ده.
هغې زیاته کړه، يوه بله مېرمن هم د کورني تاوتريخوالي له امله تېره ورځ د لښکرګا ښار په ۲۸ فاميلي سيمه کې ځان ته اور ورکړی و او نن يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
هغې وويل، يادې مېرمني په کور کې د خواښې او خاوند له خور سره د پر له پسې ستونزو له امله ځان ته اور ورکړی او زیاتوي چې دوه اولادونه ترې پاتې دي.
د دغه ولايت د بشري حقونو رييسه عفيفه معروفه وايي، د واشير د پيښې په تړاو د وژل شوې مېرمن خاوند طالبانو نيولی او تر پلټنو لاندې دې او د لښکرګاه د پېښې په تړاو هم د مېرمنې خاوند نيول شوی دی.
هغې وويل چې په دې وروستیو کې په دغه ولايت کې ورته پېښو اندېښمن کړي دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو مدير شکور خان پژواک ته وويل چې د واشير د پېښې په اړه معلومات نه لري؛ ځکه هلته دولتي حاکمیت نشته.
خو هغه زیاته کړه چې په لښکرګاه ښار کې د ځا سوځونې پېښه يې تر څېړنې لانده ده او د ښځی خاوند چې محمد عارف نومېږي نيول شوی دی.
هغه د دې پېښې په اړه ډېر جزئیات ور نه کړل خو ويي ويل د ښار په ۲۸ فاميلي سيمه کې د فاطمی په نوم مېرمنې ځان ته اور ورکړی او روغتون تر روسولو وروسته یې ساه ورکړې ده.
login or register a new account.