Language

د پکتیکا خلک د نوي کابل بانک له خدمتونو شکایت کوي

ښرنه (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٦): د پکتيکا يو شمېر دولتي مامورين وايي چې په دغه ولايت کې نوی کابل بانک په سمه توګه خدمتونه نه شي وړاندې کولى چې له امله يې دوى له ستونزو سره مخ دي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکي شاه محمود پژواک ته وويل چې په دغه ولایت کې يواځې د نوي کابل بانک څانګه فعاليت کوي.

هغه وايي: ((هره ورځ لسګونه ملکي او نظامي مامورين د خپلو معاشونو ترلاسه کولو لپاره د نوي کابل بانک مخې ته ناست وي، کله په بانک کې تخنيکي ستونزې وي او کله هم د بيروبار له امله خلکو ته بانک ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.))

د هغه په وينا، دا چې دغه بانک ته پوځي او ملکي خلک راځي نو له خلکو سره وېره ده چې کومه چاودنه ونه شي.

په ښرنه کې نوي کابل بانک ته څېرمه يوه سيمه ييز پوليس عبدالرزاق پژواک ته وويل چې نوى کابل بانک په سمه توګه خلکو ته خدمتونه نه شي وړاندې کولاى.

هغه زياته کړه: ((پوليس، استادان، تجاران، عام خلک ټول دغه بانک ته روان وي خو بانک د هېچا کار هم پر وخت نه شي خلاصولاى.))

هغه دا هم وويل: ((هره ورځ دلته لسګونه پوليس له سهاره تر ماښامه ولاړ وي چې معاش ترلاسه کړي خو بيا يې هم نوبت نه راځي، دغه کار هم خلک له وظيفي ايستلي دي او هم يې له نورو کارونو.))

دغه راز يوه بل پوليس ساتمن خان محمد پژواک ته وويل چې يا خو دې په پکتيکا کې بانکي خدمتونه چټک شي او يا دې دغه يوه څانګه له دغه ولايت څخه بل ځاى ته انتقال شي او د پوليسو تنخواوې دې د مستوفيت له لارې ورکړل شي.

هغه تورې پورې کړ چې د دغه بانک مسوولين يواځې خپل وخت تېروي او له مراجعينو سره هم ښه چلند نه کوي.

ده وويل: ((که همداسې دلته د پوليسو او نورو خلکو ګڼه ګوڼه وي يوه ورځ به چاودنه کېږي او ګڼو خلکو ته به مرګ ژوبله اوړي.))

دغه راز په همدې سيمه کې د خيرکوټ ولسوالۍ يوه ښوونکي احمد پژواک ته وويل: ((شپږ ورځې کېږي چې زه دلته راغلى يم، خپل معاش مې تر اوسه نه ده اخيستى، مکتب هم پاتې، شاګردان هم پاتې او نور هر څه پاتې دي.))

هغه وايي چې شپږ زره افغانۍ یې مياشتنۍ تنخوا ده خو تر اوسه يې درې زره افغانۍ يواځې د هوټل کرايه ورکړې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.