Language

“د سیمې استخبارات په افغانستان کې قومي او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي”

مزارشريف (پژواک، ۴ وږی ۹۶): په بلخ ولايت کې د کابل د امام زمان پر جومات د بريد په غبرګون کې راټول شوي کسان وايي چې د سيمې استخبارات په افغانستان کې د قومي او مذهبي لرې والي په هڅه کې دي.

خو دوی ټينګار کوي چې افغانان د دښمن پر ورته شومو  موخو پوهېږي او پر وړاندې به يې د يو ملت په توګه مبارزه وکړي.

د بلخ ولايت ولايتي شورا په انګړ کې د وږي په ۴مه لسګونه مدني فعالان او د ولايتي شورا غړو په کابل کې د امام زمان پر جومات د شوي بريد غندنه وکړه.

مدني فعالانو په استازيتوب محمد يزدان پرست وويل چې د افغانستان په هره سيمه کې چې پر جوماتونو بريد شوی، که سني په کې وژل شوی او که شيعه؛ افغانان يې پر وړاندې د ملت په توګه درېدلي دي.

نوموړي زياته کړه چې د سيمې استخبارات په دې هڅو کې دي چې پر جوماتونو، مقدسو ځايونو د بريدونو له لارې د افغانانو ترمنځ د قوم او مذهب په نامه بېلوالي رامنځته کړي؛ خو دغه شوم هدف ته به ونه رسېږي.

د هغه په وينا، افغانان د دښمن پر دسيسو پوه دي او اوس د يو ملت په توګه د هرې ستونزې پر وړاندې عمل کوي.

بلخوا د ولايتي شورا غړي هاشم عظيمي هم د ورته پېښو پر مهال پر ملي يووالي ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړه چې په ورته حالاتو کې بايد افغانان له حوصلې او زغم څخه کار واخلي او د يو ملت په توګه د هرې ستونزې پر وړاندې ودرېږي.

خو مدني فعالې نفيسې پژواک ته وويل چې دولت بايد د ورته بريدونو پر وړاندې خپله امنيتي پاليسۍ کې بدلون راولي.

نوموړې زياته کړه چې له تېر يو کال څخه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې پر جوماتونو د بريدونو پېښې ډېرې شوي، بايد حکومت نوې امنيتي تګلاره خپله کړي.

د هغه په وينا، ولس د يو ملت په توګه سره راټول دي او حکومت بايد له دغه بستر څخه د امنيت په برخه کې کار واخلي.

نفيسې زياته کړه: ((دا زموږ حق دی چې بايد په ښارونو، کورونو، جوماتونو او مقدسو ځايونو کې په امن کې ژوند وکړای شو.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.